د افغانستان د ملي شورا امنیتي مسوولین وایې چې د دوشنبې پر سهار یو توغندی د شورا د ودانۍ په یوه څنډه او دوه نور د ملي شورا شاوخوا لګیدلي دي.
د ملي شورا امنیتي چارو سرپرست عبدالغفار غورځنګ رسنیو ته وویل چې په دې پېښه کې د ملي شورا ودانۍ ته مالي زیان اوښتی خو مرګ ژوبله یې نه لرله.
نوموړي وویل چې د پېښې په اړه جدي څېړنې پیل شوې دي.
پر ملي شورا دا توغندي په داسې حال کې راغلي چې د دوشنبې پر ورځ د کورنیو چارو، ملي امنیت سرپرست او د ملي اردو ځواکونو لوی درستیز په دې ورستیو کې د امنیتي وضیعت د خرابېدو په خاطر ولسي جرګې ته استجواب شوې دي.
د دې برید مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.