د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لاهور کې د وژل شویو شمېر ۷۰ ته ورسېد


د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې چارواکي وايي، چې ددغه ښار په يوه پارک کې ځانمرګى بريد شوى، چې لسګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د لاهور ښار د دولتي چارواکيو په وينا، د يکشنبې په ورځ ناوخته د دغه ښار د اقبال ټاون په سيمه کې په يوه تفريحي پارک (ګلشن اقبال پارک) کې ځانمرګى بريد شوى، چې تر دې دمه يې لږ تر لږه ۷۰ کسان يې وژلي او تر ٢٥٠ زيات يې ټبيان کړي دي.

د چارواکيو په خبره، ځانمرګي بريدګر هغه وخت کې په پارک کې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي والوزول، چې په دغه پارک کې د ماشومانو او ښځو په ګډون سلګونه کسان موجود وو.

په مړو او ټپيانو کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان هم شامل دي او د چارواکيو په وينا، د پېښې ټپيان يې د لاهور بېلابېلو هسپتالونو ته لېږدولي، چې د ډېرو روغتيايي حالت پکې د اندېښنېوړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

د وژل شویو او ژوبلو کورنیو غړي ویر کوي
د وژل شویو او ژوبلو کورنیو غړي ویر کوي

د لاهور په تفريحي پارک کې دا ځانمرګى بريد په داسې ورځ شوى، چې د نړۍ د نورو هېوادونو دعيسايانو په شان په پاکستان کې هم ددغه مذهب منونکو ايسټر نمانځه.

د لاهور ښار د پوليسو يوه مشر ايس ايس پي اپريشنز حيدر اشرف د پېښې په ځاى کې رسنيو ته تاييد کړه، چې دا يو ځامرګى بريد و او بريدګر د خلکو په منځ کې ځان الوزولى دى.

له بلې خوا د ياد ښار د يوه جګپوړي دولتي چارواکي ډي سي او کيپټن ريټائرډ عثمان په وينا، د رخصتۍ له امله په پارک کې ګڼه ګوڼه ډېره وه او د لاهور له بېلابېلو سيمو څخه خلک چکر ته راغلي وو،چې له امله يې په دغه بريد کې ځاني تاوان ډېر اوښتى دى.

د لاهور پېښې ځای
د لاهور پېښې ځای

نوموړي د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې د لاهور په پارک د بريد د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت مرګونى وباله او له خلکو يې وغوښتل، چې هسپتالونو ته ورشي او ټپيانو ته وينه ورکړي:

"دا يو ډېره ستره چاودنه وه، چې په نتيجه کې يې ډېر تاوان شوى دى.په هسپتالونو کې مو ايمرجنسي لګولې ده او د پېښې له ځايه مو ورته ټول ټپيان لېږدولي دي. موږ ته د وينې ډېره شديده اړتيا ده او د لاهور له اوسېدونکيو غوښتنه کوو، چې هسپتالونه ته ورشي او ټپيانو ته وينه ورکړي."

د کيپټن عثمان په خبره، پوليس او د تحقيقاتو ادارو غړي د پېښې ځاى ته رسېدلي او لومړني تحقيقات يې پيل کړي دي.

لاهور د پنجاب صوبې مرکز دی، چې د پاکستان يوه تر ټولو شتمنه سيمه ګڼل کېږي او اوسنی وزير اعظم هم ددغې صوبې اوسېدونکى دى.

په دغې ښار کې تر دې مخکې هم ګڼې بمي چاودنې او ځانمرګي بريدونه شوي، چې لسګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان ولسمشر، وزيراعظم نواز شريف، د کورنيو چارو وزير او د سياسي ګوندونو مشرانو د لاهور په تفريحي پارک کې ځانمرګى بريد غندلى او د پنجاب صوبې وزير اعلى په دغه صوبې کې درې ورځنى ماتم اعلان کړى دى.

په عين حال کې د افغانستان، امريکااو هندوستان په ګډون ځينو هېوادونو هم د لاهور په پارک کې ځانمرګى بريد او د بېګناه خلکو وژل غندلي او له پاکستاني حکومت او ولس سره يې غمرازي ښودلې ده.

تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار د پېښې ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG