د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۵۳ وسله وال د سولې له بهير سره يو ځای شول


د ننګرهار چارواکي او نیول شوې وسله
د ننګرهار چارواکي او نیول شوې وسله

په ننګرهار کې ۵۳ تنو وسله والو له مخالفت نه لاس واخېست او د یکشنبې په ورځ د خپلو سپکو او درنو وسلو سره د سولې له بهير سره يو ځای شول.

د ننګرهار چارواکي وايي چې د سولې له بهير سره يو ځای شوي دغو ۵۳ کسانو کې لسو تنو د داعش وسله والو سره تړاو لرلو او پاتې يې د وسله والو طالبانو له ډلې څخه وو.

د ننګرهار د سولې د ولايتي کمېټې مشر ملک نذير وايي چې د سولې له بهير سره يو ځای شويو وسله والو د ننګرهار په بېلابېلو سرحدي ولسواليو کې د دولت پر ضد فعاليت کولو.

« نن ۵۳ تنه چې يو ګروپ يې داعش پورې تړاو لرلو او ۴۳ تنو يې وسله والو طالبانو پورې تړاو لرلو، د خپلو ۴۳ ميله سپکو او درنو وسلو سره راغلل او د سولې له پروګرام سره يو ځای شول. دوی به په بټي کوټ، نازيان، مومند دره، اچين او هسکې مينې ولسواليو کې د دولت ضد فعاليتونه تر سره کول چې اوس يې له فعالیت نه لاس واخيست او د سولې له بهير سره يو ځای شول.»

د سولې له بهير سره د يو ځای شويو څخه يو تن سرګروپ وايي چې د تېرو اوو کلونو راهيسې يې له وسله والو طالبانو سره يو ځای د دولت پر ضد فعاليتونه تر سره کول خو په دې وروستيو کې د داعش وسله والې ډلې سره يو ځای شوی و، خو اوس چې سولې ته راوګرځېدو، له خپل هيواد نه به دفاع کوي.

« نوم مې نورمه خان دی او د نازيانو ولسوالۍ اوسېدونکی يم. ټولو جګړو کې مې برخه اخیستې وه، پينځلس ملګرو کې موږ څلور پاتې يو او نور ټول وژل شوي دي. خو انشاالله له دې وروسته به موږ خپلې خاورې دفاع کوو او تر هغې به ورسره جنګېږو څو پورې چې مو له دې خاورې ایستلي نه وي.»

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په نورو وسله والو هم غږ وکړ چې د سولې له بهير سره يو ځای شي.

« هغه افغانان چې د نورو په اشارو غولېدلي دي، په هغوي باندې غږ کوو چې مه ځان په تکليفوئ، مه خپلې کورنۍ په تکليفوئ، مه خپل ولس وژنئ، راشئ د خدای امر ومنئ، د سولې په کاروان کې شريک شئ، او په دې خاوره کې په ډېر عزت خپل ژوند مخته بوځئ، دا چې تاسو ته په څه هدف دا لارښوونه کوي،هغوی ستاسو دښمنان دي.»

د ننګرهار د سولې ولايتي کمېټې چارواکي وايي چې تر دوی وړاندې هم ۸۴۳ تنه وسله وال د ننګرهار د سولې د ولايتي کمېټې سره يو ځای شوي چې قوماندان يا سرګروپ ته يې د شپږو مياشتو پورې د يوې میاشتې۱۳۰۰۰ افغانۍ او نورو غړو ته يې ۸۰۰۰ افغانۍ تنخوا ورکول کيږي.

بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په يوه ټيلیفوني پيغام کې رسنيو ته ویلي چې له دولت سره يو ځای شوي ۴۳ تنه د دوی له ډلې څخه نه دي.

XS
SM
MD
LG