د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او ایران د سوداګرۍ په پراخولو موافقه وکړه

پاکستان او ايران د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته د ودې ورکولو لپاره پر پوله د دوو نوو سرحدي لارو په جوړولو موافقه کړې.

دا موافقه پاکستان ته د ايران د ولسمشر حسن روحاني په دوه ورځني سفر کې شوې ده.

نوموړي د جمعې پر ورځ په اسلام اباد کې له پاکستاني وزيراعظم نوازشريف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او ګډو همکاریو خبرې وکړې.

له ملاقات وروسته ګډ خبري کانفرانس کې د پاکستان وزير اعظم وويل چې په دې ليدنو کې د انرژۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې په همکارۍ خبرې وشوې:

ایرانی ولسمشر حسن روحاني له پرونه پر داسې وخت د پاکستان په دوه ورځني سفر دی چې د سعودي عرب او ایران تر منځ د روان سفارتي کړکېچ په هواري کې پاکستان د منځګړي رول لوبولو وړانديز کړی.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG