د لاسرسي ځای

تازه خبر

دیني عالمان: په اسلام کې ځانوژنه او انسان وژنه ناروا ده


خوست: مصر الازهر پوهنتون استاد ډاکټر محمد فتحي النادي کنفرانس ته وینا کوي.
خوست: مصر الازهر پوهنتون استاد ډاکټر محمد فتحي النادي کنفرانس ته وینا کوي.

دیني عالمان له شرعي دلیل پرته انسان وژنه، تاوتریخوالی او ځانوژنه ناروا کړنې بولي او هغه غندي.

دیني علماء وايي چې په اسلامي نړۍ کې د پوهنې عامول، د عدالت تامینول، د ظلم او زور زیاتي پر ضد مبارزه او د ورانکارو کړنو مخنیوی سوله ییزه فضا رامنځته کولای شي.

دیني عالمان له شرعي دلیل پرته انسان وژنه، تاوتریخوالی او ځانوژنه ناروا کړنې بولي او هغه غندي.

یادو عالمانو دغه څرګندونې په خوست کې د افراطیت سره د مبارزې په دوه ورځنۍ کنفرانس کې په ډاګه کړې.

دغه کنفرانس د سولې او پیوستون لپاره د همکارۍ موسسې په نووښت جوړ شوی و چې پکې د مصر الازهر پوهنتون د یوه مصري استاد په ګډون خواوشا دونیم سوه دیني عالمانو، قومي مخورو، مدني فعالانو او ښځو برخه اخیستې وه.

د پنجشنبې په ورځ د مصر الازهر پوهنتون استاد ډاکټر محمد فتحي النادي د کنفرانس په څنډه کې له مشال راډیو سره په خبرو کې د یوې سوله ییزې اسلامي نړۍ لپاره علم، له ظلم سره مبارزه، د عدالت تامین او د ورانکارو اعمالو مخنیوی مهم وباله:

((په اول ګام کې علم او پوهه پکار ده، دویم د ظلم پورته کېدو لپاره خپلې هلې ځلې پکار دي، د عدالت تامینول مهم رول لري، نو د هر ورانکاري مخه باید ونیول شي، نو که نه کېدله د هغې په مقابل کې له مناسب قدم اخیستلو سره په ټوله اسلامي نړۍ کې الله پاک سوله او نیمکرغي راولي.))

ډاکټر محمدفتحي النادي زیاتوي چې اسلام وسط دی او افراط او تفریط ته پکې ځای نشته او د کوم شرعي حکم پرته ځانوژنه او انسان وژنه ناسم عمل بولي:

((ناروا کړنې، د بېګناه خلکو وژل، د ځان وژل او بل چاته نقصان رسول د یو شرعي جواز پرته دا په کلکه علماء غندي او دې ته ناروا کړنې وايي.))

د خوست یو تن دیني عالم مولوي وحیدالله وايي چې افراطیت په افغانستان کې عقیدې او د مسلمانانو اعمالو ته زیان رسولی دی.

دی وايي د همدې افراطیت په وجه نن سبا بې ځایه قتلونه کیږي او ښځې سنګساریږي.

((افراطیت په افغانستان کې د عقیدې او اعمالو له لحاظه ستونزې جوړې کړې دي، او حکومت هم ندی توانیدلی چې یوه واحده د افتا مرجع يې جوړه کړې وای، چې په هغه باندې خلکو مزل کولای، همدا وجه ده چې بې ځایه قتلونه کیږي او بې ځایه ښځې سنګساریږي.))

د خوست د ښځو چارو رييسه د ښځو د حقوقو تلف کېدل، ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل او دوی لپاره د لازمو روغتیايي اسانتیاوو نشتون هم پدې ټولنه کې د افراطیت له علتونو څخه بولي:

((افراطیت په ښځو باندې بد اغېز کړی دی، ځکه د ښځو د حقوقو تلف کول یو افراطیت دی، ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل هم یو افراط دی، افراطیت بالاخره د ښځو فکرونه مغشوشوي او ښځې د خپلو حقه حقوقو څخه محروموي.))

د افراطیت پر ضد د مبارزې پدې دوه ورځني کنفرانس کې یو تن ویناوال مولوي حضرت الله وویل، چې د یو نظام پایښت او قوت د چارواکو، دیني عالمانو او د قومي مخورو تر منځ په تفاهم او همکارۍ پورې تړلی دی او دا همکاري چې هر څومره غښتلي وي، په هماغه اندازه نظام کې سیاسي، امنیتي او اقتصادي ستونزې کمې وي.

په خوست کې د علمي سېمینار ګډونوال
په خوست کې د علمي سېمینار ګډونوال

XS
SM
MD
LG