د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې پسرلنۍ میلې روانې دي


د نوي کال په رارسیدو سره خوستوالو هم پسرلنۍ میلې پیل کړې، د کال په اوله، دویمه او درېیمه ورځ د خوست ډلې ډلې ځوانان باغونو، دښتو، غرونو او زیارتونو ته ولاړل، میلې او ثباتونه يې جوړ کړل.

په دغو میلو او بنډراونو کې ځای ځای د موسیقۍ پروګرامونه او اتڼونه هم ترسره کېدل.

د خوست ولایتي ادارې هم تېره ورځ د بزګر جشن د لمانځنې په څنګ کې د قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو په ګډون یوه پسرلنۍ میله ترتیب کړې وه.

د یادې میلې ګډونوال مدني فعال رفیع الله زیار وویل، چې په خوست کې د نوي کال رارسیدل ډېر ښه ولمانځل شول، ده هیله څرګنده کړه، چې دا کال په افغانستان کې د تلپاتې سولې او پرمختګ کال وي.

((په ټولو صحراوو او تفریحي ځایونو کې ځوانان راوتلي ول ثوباتونه يې جوړ وو، ډله ييز اتڼونه يې کول، مجلسونه يې جوړ کړي وو، ډېره د خلکو ساعتیري وشوه، خلکو داسې احساس کړه چې یاره زموږ په هېواد کې هم خوشالي او خوښي شته، د نوي کال ورځ په ډېرو ښو مراسمو ولمانځله.))د تړون او نیزې مسوول مدیر سپین روان نورزي په خوست کې د پسرلنیو شپو ورځو د لمانځنې په باب داسې وویل:

د شیخ زاید پوهنتون استاد فارق جان منګل بیا په خوست کې د بزګر جش د لمانځنې یادونه وکړه:

((د بزګر جشن مو په خورا شاندارو مراسمو سره ولمانځه، د بیلابیلو قشرونو ګڼ کسان دلته راغلي ول، دا ورځ مو په موسیقۍ او اتڼونو ولمانځله او خوشاله یو چې د دې ورځې ښه لمانځنه کوو.))

د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ وايي، چې په یاد ولایت کې د نوي کال د شپو ورځو د لمانځلو لپاره پوره تدابیر نیول شوي ول، د وري په دویمه يې د بزګر ورځ ولمانځله او د ولایت مقام لخوا د یوې پسرلنۍ میلې تابیا هم شوې وه.

د خوست په تفریح ځایونو کې یو شمېر ځوانانو د خلکو د خوشالۍ لپاره د سیمه ییزو هنرمندانو کنسرتونه هم ترتیب کړي ول.

له دې ډلې نور الرحمن وايي چې د پسرلنیو شپو ورځو لمانځنه يې د پلرونو نیکونو د کلتور او رواج یوه برخه ده.

یاده دې وي، چې له پخوا نه په خوست کې د پسرلي په لومړیو شپو ورځو کې پسرلنۍ میلې جوړیږي، خلک او ځوانان د یاد ولایت په تفریحي ځایونو، غونډیو او له زیارتونو سره نږدې راټولیږي، ثباتونه، بنډراونه او د موسیقۍ په بدرګه پروګرامونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG