د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۱۰۰۰ تنه ځوانان له لوړو زده کړو فارغ شول


په ننګرهار کې يوې خصوصي تعليمي موسسې، په دویمه دوره کې د بېلابېلو پوهنځيو څخه ۱۰۰۰ تنه ځوانان فارغ کړل.

د ننګرهار چارواکي وايي چې فارغ شوي ځوانان به د يوه ازاد رقابت له مخې په مناسبو دولتي پوستونو کې په کار وګماري.

دغه ځوانان چې د الفلاح د لوړو زده کړو تعليمي موسسه کې يې د شریعت، ژورنالیزم، اقتصاد او انجینرۍ پوهنځيو کې څلور کلنې زده کړې پای ته ورسولې، د سیشنبې په ورځ يې د جلال اباد فوټبال لوبغالي کې د يوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

د يادې تعليمي موسسې رييس سيد معشوق سادات په خپلو خبرو کې له دولت نه غوښتنه وکړه فارغ شويو ځوانانو ته په خپلو مسلکونو کې د کار زمينې برابرې کړي.

(( سږکال موږ زر تنه ځوانان فارغ کړل. تاسو د دوی د دفاع پروژې، تاسو د دوی مونوګرافونه کتلی شئ، نو د دولت نه مې هيله ده چې د خصوصي سکتور حمایت وکړي. مطمین اوسئ چې د افغانستان اوسنيو حالاتو او شرایطو ته یوازې، معارف او لوړې زده کړې ځواب ویلی شي.))

په ولسي جرګه د ننګرهار د خلکو استازی سيد اکرام چې په یاده موسسه کې د ۱۱۰ تنو بې وزلو محصلینو د تعليم لګښت يې په غاړه اخیستې، ژمنه يې وکړه چې هغو درې تنو ته به د هغوی په خوښه په يوه بهرني هيواد کې د زده کړو زمینه برابروي.

(( د عبدالولي په نوم يو محصل دی چې ۹۹ نومرې يې همېشه تر لاسه کړي، د ده د ماسترۍ پروګرام ټول لګښت زه په غاړه اخلم او او دوه تنه نور هغه محصلين چې تر نورو ممتاز دي، دوی چې په هر هيواد کې د ماسترۍ کچې پورې زده کړې وي، زه به ورسره همکاري کوم.))


فارغ شوي ځوانان تمه لري چې په دولتي ادارو کې په کار وګمارل شي، دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( نوم مې غلام الله حبیبي دي، د الفلاح پوهنتون د بي بي ای، پوهنځي څخه فارغ شوم. ما ډېر څه زده کړي، له دولت نه غواړم چې په دغه برخه ټولو فارغ شويو محصلينو ته دندې برابرې کړي.زما نوم مطیع الله دی او د انجينرۍ پوهنځي نه فارغ شوم او د سرک په برخه کې مې پروژه وکړه. له حکومت نه مې دا غوښتنه ده چې موږ ته د کار زمينه مساعده کړي.))

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د دوی د غوښتنو په وړاندې وويل چې دوی به د ازاد رقابت له لارې پرته له توپيري چلند څخه ګڼ شمېر فارغ شوي ځوانان په کار وګماري.

(( ټولو فارغو ځوانانو ته دا وعده ورکوم چې هيڅچا ته به په رقابت کې مشکل نه وي، چې د يوه سالم رقابت له لارې وکولای شوو چې په دولتي چوکاټ کې ورته د کار زمينه برابره کړو.))

په دغه غونډه کې د ننګرهار پر يو شمېر دولتي چارواکو سربېرهپه ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو يو شمېر استازو، د ولایتي شورا غړو د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت استازو، د میدان وردګو ولايت والي او د زرګونو په شمېر کې د فارغ شويو محصلینو اقربا او عزیزانو برخه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG