د هند بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج ویلي دي، پاکستاني پلاوی به د روانې میاشتې په ۲۷ مه نېټه ورسېږي چې په جنورۍ میاشت کې د پنجاب په شمال کې پر یوې هوايي اډې د برید پلټنو کې مرسته وکړي.
هند په هغه برید کې یوه پاکستانۍ مېشتې اسلامي ډله جېش محمد ذمه واره بللې وه چې له کبله یې د دغه دوو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د سولې خبرې وځنډېدلې.
سواراج دا څرګندونې په نیپال کې د سيمه ايز کنفرانس تر څنګ د پاکستان وزيراعظم بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز سره تر لیدو روسته کولې.
عزیز ویلي، "خبرې په ښه چاپېریال کې ترسره شوې دي. "
نوموړي دا هم وویل تمه ده چې د روانې مارچ میاشتې په ۳۱مه نېټه پاکستاني او هندي وزیر اعظمان په واشنګټن کې وویني.