د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي ځوانان: له افغان حکومت د کار او زده کړو امکانات غواړو


د خوست ځوانان او مدني فعالان له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي، چې دوی لپاره دې د کار، معیاري زده کړو او د نظام په مدیریتي چارو کې د ګډون زمینې برابرې کړي.

د خوست ځوانان او مدني فعالان له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي، چې دوی لپاره دې د کار، معیاري زده کړو او د نظام په مدیریتي چارو کې د ګډون زمینې برابرې کړي.

دوی زیاتوي په یاد ولایت کې له ځوانانو سربیره ډېرې تعلیم لرونکې ښځې او نجونې شته، چې د کاري فرصتونو د نشتون له کبله وزګارې دي او دندو پیدا کولو ته په تمه دي.

بلخوا د افغان حکومت چارواکي د خوستیو ځوانانو او پیغلو غوښتنې پر ځای بولي او زیاتوي چې دا ټولې مسالې د ځوانانو لپاره په نوې پنځه کلنه سټراتیژۍ کې په پام کې نیول شوي، او حکومت به يې شرایطو او امکاناتو ته په کتو عملي کړي.

خوست چې په وروستیو کالونو کې يې د لیسانسه او مسلکي ځوانانو شمېر زرګونو ته رسیدلی، د کارموندنې د محدودو امکاناتو له کبله د افغان حکومت د پاملرنې هیله کوي.

دوی غواړي، چې افغان حکومت دې د زده کړو او تحصیل میعاري کولو او د لیسانس تر کچې پورته زده کړو ته امکانات برابر کړي.

د دې ترڅنګ د نجونو او ښځو غوښتنه داده، چې دوی لپاره دې د روغتیا او پوهنې له چوکاټ وراخوا په نورو حکومتي او غیر دولتي ادارو کې هم د کار زمینې برابرې شي، دوی انديښنه څرګندوني چې د تعلیم یافته ښځو یوه ستره برخه په کورنو کې د کارموندنې په تمه دي.

دوه تنه مدني فعالان سیدکریم خان خاکسار او نادیه باوري مشال راډيو ته پدې اړه وايي:

((افغان حکومت باید ځوانانو ته په اول قدم کې خدمت وکړي، ځکه چې ځوان نسل هېواد ته د خدمت کولو له ښه توانايي برخمن دی، په لوړو پستونو کې ځای ورکړي، وزراتونو او ولایتونو ته يې معرفي کړي، د ښو ځوانانو څخه باید دولت ګټه واخلي.

۲-افغان حکومت باید هغو خویندو ته چې تعلیم یافته دي، د کار زمینه برابره کړي، په خوست کې خویندې ستونزې سره مخامخې یو، تعلیم یافته خویندې ډېرې لرو، متاسفانه چې د کار زمینه ورته نده برابره، هېڅ کار ورته نه پیدا کیږي، ټولې خویندې بیکاره په کورونو کې ناستې دي.))

دوه نور خوستي مدني فعالان کامله اکبري او اسدالله نورزی د ښځو لپاره د کاري چاپیریال د پراخولو او ځوانانو لپاره د معیاري او لیسانس تر کچې پورته د زده کړو د شرایطو د برابرولو غوښتنه کوي:

((موږ وینو چې د صحت په برخه کې زموږ خویندې ډاکټرې یا نرس قابلې دي او د ښوونې روزنې په بخش کې معلمینې دي، دوی ته باید په نورو ادارو کې هم په دندو وګمارل شي او بلخصوص ښځې خلکو ته د مصدر د خدمت وګرځي.

۲-د افغان حکومت نه مې غوښتنه داده چې باید په اول ګام کې تعلیمي معیار لوړ کړي، ځوانانو ته د ماسټری او دوکتور زمینې برابرې کړي، تر چې موږ د تعلیم معیارونه لوړ نکړو هغه مطلوبو پرمختګونو ته نشو رسیدلای.))

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین کمال سادات د خوستیو پیغلو او ځوانانو غوښتنې پر ځای بولي او وايي چې د ځوانانو لپاره په پنځه کلنه سټراتیژۍ کې دا ټول مسایل په پام کې نیول شوي او حکومت به يې وخت، شرایطو او امکاناتو ته په کتو یو په بل پسې عملي کړي:

((کومې غوښتنې چې خوستیو ژڼیو او پیغلو درلودې دا د ټول افغانستان په سطحه د ځوانانو غوښتنه ده، موږ پدې اړه د ملګرو ملتونو سره، د نورو همکارو ادارو سره په ګډه کار کوو، پدې اړه مو پنځه کلنه سټراتيژي جوړه کړه، خو وخت ته اړتیا لري، دا پنځه کلنه سټراتيژي به موږ قدم په قدم عملي کړو.))

د ځوانانو د چارو معین وړاندې وايي، چې حکومت او ځوانان په ګډه خپل هېواد ته د خدمت کولو مسوولیت او رسالت لري، ځوانان باید نهیلي نشي، حکومت دوی ته د پراخو کاري فرصتونو لپاره کار کوي.

په خوست کې د چارو یو تن کتونکی امیرالله زړه سواند وايي، که څه هم جګړو او ناامنیو افغان حکومت ته ستونزې جوړې کړي، خو بیا هم د دې هېواد د ښه راتلونکې لپاره دې حکومت د ځوانانو لپاره کارموندنه او د زده کړو وړ شرایط په خپلو لومړیتوبونو کې ځای کړي.

XS
SM
MD
LG