د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر لویديځه لار دې د انرژۍ پر پروژه هم کار پېل شي'


د پښتونخوا ولسي تحريک مشر ډاکټر سېد عالم مسود
د پښتونخوا ولسي تحريک مشر ډاکټر سېد عالم مسود

سېد عالم مسود وفاقي حکومت د چين ـــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په لړ کې پر غربي سړک د کار پېلولو ژمنه کړې او د توانايي منصوبې به هم سر ته رسوي خو تراوسه یې پوره نکړې.

پښتونخوا ولسي تحريک وايي چې وفاقي حکومت دې د چين ــــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې په لړ کې په پښتون مېشتو سيمو کې د توانايي پر ېوې پروژې هم کار نه دی پېل کړی نو حکومت دې په ټول ګونديزو غونډو کې کړې خپلې ژمنې پوره کړي.

له مشال رېډېو سره په خبرو کې د پښتونخوا ولسي تحريک مشر ډاکټر سېد عالم مسود وینا وه چې وفاقي حکومت د ټول ګونديزو غونډو علاوه په مختلفو فورمونو کې ویلي ول چې نه یوازې به لومړی د چين ـــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په لړ کې پر غربي سړک کار پېلوی بلکې د توانايي منصوبې به هم سر ته رسوي خو تراوسه وفاقي حکومت خپله یوه وعده هم پوره نکړه.

د نوموړي وینا وه چې سېاسي ګوندونو ته پکار ده، پر وفاقي حکومت فشار راوړي چې خپلې وعدې پوره کړي.

د سېد عالم مسود د خبرې په جواب کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان کاکړ وايي، د حکومت په یوه وعده هم یقين نه لري او د دې منصوبې لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتي.

د ذکر ده چې د سږکال په جنورۍ میاشت کې له وزیراعظم کوره خپور شوي یو بیان کې ویل شوي ول چې د چین ــــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په لړ کې به په خېبر پښتونخوا کې اووه (۷) او په بلوچستان کې به پنځه (۵) صنعتي زونونه جوړوي، چې ځایونه یې هم ورته په نښه كړي دي.

د عوامي نېشنل ګوند سېکرېټري جنرل میا افتخار وايي، 'په تېره ټول ګونديزه غونډه کې ټول ګوندونه په دې خبره متفق شول چې د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت به له وفاقي سره په تماس کې وي او چې حکومت کومې وعدې کړې دي هغه به پرې عملي کوي خو افسوس دا دې چې صوبايي حکومت خپل کار په صحيح توګه نه کوي او صرف وخت تېروي'

خو د پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړې انجنيېر حامد الحق وايي، د دوی د ګوند له هلو ځلو ورستو په غربي سړک کار پیل کړل شوی دی.په روانه میاشت کې زمکې هم واخیستل شوې او د جون میاشتې ورستو به پرې په تېزۍ سره کار شورو کړل شي او دا خبره کول چې په غربي سړک کار نه کېږي صحيح نه ده.

یاده دې وي چې د تېر کال په اپرېل مياشت کې د چين ولسمشر ژي جن پنګ او د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په اسلام آباد کې قريبا د شپږ څلوېښت (٤٦) اربه ډالرو پانګې په ارزښت منصوبې لاسليک کړې وې چې پکې د نورو تر څنګ د اقتصادي راهدارۍ منصوبه هم شامله وه.

XS
SM
MD
LG