د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حکمتیار استازو له افغان حکومت سره د سولې خبرې پېل کړې


د افغانستان د سولې عالي شورا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ډلې سره د سولې مخامخ رسمي خبرې پیل کړې.

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وایي چې د دغو خبرو لپاره د حزب اسلامي درې استازي کابل ته راغلي او دا مهال له دوی سره په خبرو بوخت دي.

دا لومړی ځل دی چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ډله د سولې مخامخ رسمي خبرو ته حاضرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت طالبانو او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ته په وار وار بلنه ورکړې چې د سولې مخامخ خبرو ته چمتو شي، خو له ډېر انتظار وروسته بلاخره د حزب اسلامي یوه وسله واله مخالفه ډله په کابل کې مخامخ خبرو ته چمتو شوه.

د سولې عالي شورا زیاتوي، د سولې د خبرو لپاره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي درې استازي محمد امین کریم، عبدالقدوس صافی او همایون جریر کابل ته راغلي دي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر محمد ایوب رفیقي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دا لومړۍ بین الافغاني خبرې دي او هیله یې وښوده چې طالبان هم د حزب اسلامي په څېر خبرو ته چمتو شي.

XS
SM
MD
LG