د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: حکومت د کوچينيو کاروبارونو لپاره نغدي مرستې کوي


د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست د نړیوال بانک په مرسته د وړو کاروبارونو لپاره د مرستو ورکولو لړۍ پيل کړه چې په يوه کال کې به ۸۴۰ تنو ته۵۰۰ امريکايي ډالر د کاروبار لپاره په وړیا توګه ورکوي.

ننګرهار یو ګڼ مېشته ولایت دی چې اکثره خلک يې د بې روزګارۍ له امله شکایت کوي، خو د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست د وړو کاروبارونو لپاره د مرستو د ورکولو پروګرام پیل کړ چې له مخې به يې په يوه کال کې ۸۴۰ تنو ښځينه او نارينه وو ته چې په مارکيټ کې د کار کولو وړتیا لري، څه باندې درې ديرش زره افغانۍ په وړیا ډول ورکول کيږي.

په همدې موخه د چارشنبې په ورځ د کار او ټولنيزو چارو رياست کې يوه غونډه جوړه شوې وه چې د قرعه کشۍ یا پچې په راوتولو سره به په ړومبي پړاو کې ۲۵۰ تنه ښځينه او نارینه وو ته د کار وبار لپاره مرستې ورکوي.


په دې اړه د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولینو رييس عیدالحيکم شيرزاد وويل:

(( د نړيوال بانک په مرسته د وړو کاروبارونو د حمايې تر عنوان لاندې، په ننګرهار کې به په دغه کال کې ۸۴۰ تنه چې په هغوی کې به ښڅینه هم وي او هغه کسان چې فعلاً په مارکيټ کې کار کوي، او اقتصادي توانايي نه لري، او هغه څوک چې نوي په حرفوي کارونو کې روزل کيږي او د کار مارکيټ ته وړاندې کيږي، ۳۳۵۰۰ افغانۍ کيږي، دوی به په بلاعوضه شکل حمایه او تقويه کيږي.))

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په خپلو خبرو کې وویل، هغه کسان چې د کاروبار لپاره له مرستو برخمن کيږي، په کار ده چې په درسته بڼه يې وکاروي.

(( چا ته چې دغه امکانات برابرېږي، لوی مسووليت د هغوی دی چې د دې امکاناتو نه درسته استفاده وکړي، نه یوازې يو کور، بلکې د کورنيو مشکلات ورسره حل شي. د دینا هر کارو بار چې وګورئ، پیل يې د همدې وړو کاروبارونو نه شوی، د ننګرهار دا غټ تجاران له لزله تجاران نه وو، په مراتبو يې له دې نه هم د وړوکي کار پیل کړی و، خو نن يې خیر زرګونو خلکو ته رسيږي.))

خو د ننګرهار معیوبین وايي دغه مرستې ناکافي ګڼي او له دولت او نړیوالو موسسو نه تمه لري چې د بې روزکارۍ د له منځه وړلو لپاره نورې مرستې هم و کړی شي.
مسعود ساپی: ((زما په فکر حکومت چې دا کومه پروسه روانه کړې، دا نیکه پروسه ده، خو موږ په لکونو ځوانان لرو چې بې روزګاره ګرځي، دا مرستې زه کافي نه ګڼم باید حکومت ورته توجه وکړي.

احمدخان: په دې مرستو باندې زموږ ګوزاره نه کيږي، له نورو موسساتو نه دا تقاضا کوو چې هغوی پوره مرستې وکړي، تر څو دا خلک په خپلو پښو درېږي. په ځانګړي توګه معلولينو سره دې مرستې وشي، چې ډير احتیاج دي. داسې معلولين شته چې هغوی هيڅ ته لاسرسی نه لري.))

خو د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست چارواکي وايي چې دوی به خپلې هڅې جاري ساتي چې د روزګار د موندلو په برخه کې له نورو نړیوالو مرستندویه ادارو څخه هم مرستې جلب کړي او بې روزګارۍ ته د پای ټکی کېږدې.

XS
SM
MD
LG