د لاسرسي ځای

تازه خبر

باچا خاني او غني خاني د يوه منزل دوه جلا سفرونه


غني خان او باچا خان
غني خان او باچا خان

دا خو بيا تر مطالعې وروسته راته پته ولګېده چې باچاخاني او غني خاني د ژوند تېرولو دوه داسي مختلف سفرونه دي چې په اخري تجزيه کې يې منزل يو دی.

غني خان به ويل خلک ولي (خان)له ورشي خو چې کله هغه نه وي نو وايي، ياره راځئ چې غني له ورشو.

هم کټ مټ دغسي وشو. د ۱۹۹۵ م کال د جنورۍ لومړۍ نيټه وه،ولی خان پر کور نه وو نو سنګين ولي راته وړانديز وکړ چې بابا خو نشته که مو خوښه وي چې غني خان له مو بوزدم.

د فکري لارو په شان د پیاده لارې رهبري هم د باچان خان لمسي سنګين ولي پر غاړه واخيسته خو فرق يې دا وو چې باچا خان به د خپلو لارويانو په شان په خپله هم پیاده ګرځېدی خو سنګين ګاډۍ دومره تېزه کړه چې موږ لارويان يې د لېنډ کروزر په دوړو کې ورک کړو.

موږ اته واړه ملګرو هو وکړه او دا دی سنګين پخپل لېنډ کروزر کې په مخه شو او زموږ زړه او نامړده کرايه کړې سوزوکۍ ورپسې شوه.

موږ ته خو د اتمانزو فکري لارې ګودرې مالومې وې البته د پياده لارو کوڅو په اړه ړانده او کاڼه وو.

د فکري لارو په شان د پیاده لارې رهبري هم د باچان خان لمسي سنګين ولي پر غاړه واخيسته خو فرق يې دا وو چې باچا خان به د خپلو لارويانو په شان په خپله هم پیاده ګرځېدی خو سنګين ګاډۍ دومره تېزه کړه چې موږ لارويان يې د لېنډ کروزر په دوړو کې ورک کړو.

لنډه دا چې په اټکل اټکل د غني خان تر کوره ورسېدلو.

موږ ټولو غني خان د باچاخان په حواله پېژانده نو ځکه راته پر شخصيت د باچاخان سوری ځغلېده راځغلېده.

دا خو بيا تر مطالعې وروسته راته پته ولګېده چې باچاخاني او غني خاني د ژوند تېرولو دوه داسي مختلف سفرونه دي چې په اخري تجزيه کې يې منزل يو دی.

يوې لويې کوټې ته ورننوتلو، څه ګورو چې غني خان پر کټ پروت دی او له يوه سلنډر ه را وتلي دوه نري نري تارونه يې پوزي ته لګېدلي.

هغه غني چې وايي،

نه منم نه منم ژوند انجام د هستی نه دی

خلاصېدل شراب په جام کې اختتام د مستی نه دی

سنګين ولي وخندل،کاکا خو څه علامه اقبال نه دی چې له يو چا متاثره وي.

اوس د هغه غني د ژوند ساه د اکسيجن په ډبه کې بنده ده. البته د انسان، کاينات اوخدای په بحث کې غني غني نه مخاطبوي بلکې د کل په تناظر کې دې هر څه ته ګوري.

روغبړ وشو، مات ګوډ تعارف وشو، غني خان خپل لمسي ته د چای راوړلو وويل البته په ډېر بې تکلفانه انداز کې يې وويل” چای راوړه خو دغه چې ډګ ډوګ ورسره نه وي” مانا يې داوه چې پياله، بوره، شودې او پرچ بېل بېل نه وي بلکې بس په چاينکه تيار چای راوړه.

خو چې کله چای راغلې نو بس غني خان له ځانه سره و ګڼېدی چې ما درته ويلي ول چای راوړه خو چې ډګ ډوګ ورسره نه وي.

اوس نو دا دی زموږ عاميانه پوښتنې پیل شوې.تاسو له کوم شاعره متاثره ياست؟

د غني خان تر ځواب وړاندې ورسره جوخت ناست سنګين ولي وخندل،کاکا خو څه علامه اقبال نه دی چې له يو چا متاثره وي.

دا پوښتنه ځواب شوه، بله پوښتنه وشوه چې تاسو پر ملايانو زياته شاعري کړې اوس خو په افغانستان کې طالبان پېدا شوي دي؟

غني خان لنډ ځواب راکړ چې ما په ملايانو پسې را اخېستې وه او طالبان اوس ستاسو کار دی.

په خبرو خبرو کې د اجمل خټک ذکر راغلی نو غني خان و خندل، اجمل شعر ليکلی،

ښه خو غني خان دی چې جام تش کې غزل و ليکي

خوار خټک ته ګوره چې شعرونه په اوبو ليکي

نو بيا وويل، اجمل دلته راغلی وو او ماورته وويل چې زموږ د خانانو څومره جامونه دې په مفته کې تش کړل.

خو د دې لنډ سفر او ناستې ښه اړخ دا هم وو چې ما ته د سنګين ولي او غني خان د تعلق اندازه وشوه.

د سنګين ډرايور وروسته راته وويل چې سنګين په غني خان مين دی، ډاکټرانو او کورنی د ده له غني خان سره پر ليدو بنديز لګولی خو دی هسي يوه پلمه پيدا کوي چې له غني خان سره وويني. نن هم ستاسو په پلمه راغلی خو چې کومه ورځ له غني خان سره و ويني نو په هغه ورځ ټوله شپه غمجن وي او خوب نه ورځي.

ما ته داسې ښکاره شوه چې سنګين خو زوی د ولي (خان) وو خو روح يې د غني وو.

XS
SM
MD
LG