د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې نږدې نهه لکه ماشومان واکسینږي


د سېشنبې په ورځ د نورو سیمو په شان د افغانستان د سویل ختیځ زون په څلورو ولایتونو لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا کې هم نږدې نهو لکو ماشومانو لپاره د ګوزڼ ناروغی پر ضد درې ورځنۍ واکسین پیل شو.

په دې کمپاین کې به هغو ماشومانو ته، چې عمرونه يې تر پنځو کالونو لږ وي، د سې شنبې، چارشبنې او پنجشنبې په ورځو کې د پولیو یا ګوزڼ پر ضد واکسین او د ویڼامین اې تابلیت ورکړل شي.

د واکسینو د کمپاین ګرځنده ټیمونه او کسان پدې دریو ورځو کې کلي په کلي، جومات په جومات او کور په کور ګرځي او تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته دوه څاڅکي واکسین ورکوي، تر څو د دې وقایوي عمل په کولو سره ماشومان دې ګوزڼ د وژونکي او یا دایمي معیوبونکي مرض څخه وژغورل شي.

د لوګر والي حلیم فدايي مشال راډیو ته وویل، چې پدې ورځ شخصاً دی، نور ولایتي چارواکي او ولسوالان کلیو، بانډو او کورنو ته لاړل او له خلکو يې وغوښتل چې خپلو د پنځو کالونو څخه لږ عمر لرونکو ماشومانو ته واکسین ورکړي.

حلیم فدايي د دې کار هدف له یوې خوا واکسینو ته د خلکو هڅونه او بل لوري ته د افغان حکومت د هغې ژمنې د عملي کولو لپاره عملي اقدام بولي، چې نړیوالې ټولنې سره يې تر ۲۰۱۸ زیږدیز کال پورې د پولیو یا ګوزڼ د ناروغی د له منځه وړلو ژمنه کړې ده:

((نظام هغه تعهد يې د نړیوالې ټولنې سره کړی دی، چې تر ۲۰۱۸ کال پورې به د ګوزڼ کیسونه له افغانستان څخه محوه کوي، په همدې تعهد باندې ولاړ یو، نن ما شخصاً، امنیې قوماندان، ښاروال په ټولو ولسوالیو کې ولسوالان هغو کلیو او بانډو ته ورغلي دي، تر څو ماشومانو ته د ګوزن ناروغی او ویټامین اې ټولو ته ورکړل شي.))

د پکتیکا والي امین الله شارق هم د واکسینو د کمپاین د پیل په مراسمو کې له خلکو وغوښتل، چې خپل ماشومان واکسین کړي، تر څو د دایمي معیوبیت په ناروغی د ټولنې او کورني د اوږو بار ونګرځي.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکټر سیدانور یوسفزی وايي، چې واکسیناتوران يې د ګوزڼ ناروغۍ مشکوکې واقعې اخلي او مرکز ته يې لیږي، چې له ښه مرغه د دریو کالونو راهیسې په خوست کې د ګوزڼ ناروغۍ هېڅ مثبته واقعه نه ده ثبت شوې.

د خوست یو تن معالج ډاکټر هم له کورنیو غواړي، چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د ده په وینا د طبابت په علم کې د دوی څېړنو ښودلې، چې تر وقايې بهتره درملنه او معالجه نشته:

((ډاکټر غلام نبي د خوست د ملکي روغتون متخصص، زما هیله له ټولو کورنیو داده، هغه ماشومان یې چې له پنځو کالونو لاندې عمر ولري، دوی يې باید واکسین کړي، دا ځکه موږ هر څومره چې په طب کې څېړنه وکړه نو وقایه بهتره له معالجې نه ده، یانې څوک چې خپل ماشوم واکسین کړي او ښه روزنه ورکړي، نو په اینده کې به یو ښه او ګلالی نسل ټولنې ته وړاندې کړي.))

د یادونې وړ ده، پولیو یا ګوزڼ یوه وایروسي ناروغي ده، چې د هر عمر لرونکي کسان پرې اخته کیدای شي، خو بیا هم زیاتره هغه ماشومان پرې اخته کیږي، چې عمرونه يې تر پنځو کالونو لږ وي، یاده ناروغي د اخته کس د مړینې او یا دایمي معیوبیت لامل کیږي.

روغتیا پالان وايي، چې د ګوزڼ مرض ځانګړې درملنه نه لري، خو د روغتیا ساتنې ځنې تدابیر او د یادو واکسینو تطبیق د ګوزڼ ناروغۍ د ساتنې یا وقایې له پاره ګټور تمامیږي.

XS
SM
MD
LG