د لاسرسي ځای

تازه خبر

'حکومت د فاټا پر ماشومانو تعلیمي اېف سي ار لګوي'


د فاټا تعليمي اصلاحي جرګې صدر اطلس خان شېراني مشال راډیو ته ووېل چې په قبایلي سیمو کې د ۵۰۰۰ نورو تعليمي ادارو ضرورت دی او حکومت لګیا دی دلته سکولونه بندوي، چې د فاټا له ماشومانو سره زیاتی دی.

د فاټا ځینې غېرسرکاري تنظیمونو د حکومت هغه تعلیمي پالېسي رد کړې چې پکې ویل شوي دي، په فاټا کې به هغه سکولونه بندوي چې شمېره یې تر اویا ماشومانو کمه وي. د غیرسرکاري تنظیمونو دریځ دی چې قبايلي سیمو کې د تعلیم ډېر زیات ضرورت دی او د دې لپاره نور ۵۰۰۰ سکولونه پکار دي.

د فاټا غېر سرکاري تنظیمونو ماشومانو حقونو غورځنګ (چایلډ رایټس موومنټ)، د فاټا لپاره بشري حقونو کمیسیون (فاټا کمیشن اف هیومن راټس) او فاټا تعلیمي اصلاحي جرګې د قبایلي سیمو پحقله د حکومت پالیسي رد کړې ده او ویلييې دي چې دوی به یې پرضد له پېښوره احتجاج پېل کړ او که حکومت خپله دا پالېسي بیرته وانخسته نو تر اسلام اباده به احتجاج وغځوي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د مدني ټولنې یوه غړي عبدالله بېټڼي وویل چې حکومت د آیین خلاف ورزي کوي ځکه چې له ۵ کالو نه تر د ۱۵ کالو پورې یو ماشوم ته تعلیم ورکول د ریاست زمه واري وي او حکومت د فاټا ماشومانو دا حق تروړي.

نوموړي زیاته کړه (( که په پېښور کې زموږ خبره ونه منل شوه نو موږ به اسلام اباد ته ځو او موږ به د واکمنو خلکو دروازې ټکوو چې له موږ سره دا ظلم مه کوئ دا جبر مه کوئ چې تر څو فاټا مستحکم نه وي امن نه وي راغلئ بې کوره شوي خلک خپلو کورونو ته تللي نه وي. او په لکونو خلک در په در دي نو تر هغه پورې دا خبرې ناسمې دي نو دا د فاټا په ولس یو جبر دی. حکومت یو بل اېف سي ار د تعلیم اېف سي ار د فاټا پر ولس لګوي، موږ نه د تعلیم اېف سي ار منو، نه سیاسي اېف سي ار منو او نه قانوني اېف سي ار منو))

د فاټا تعليمي اصلاحي جرګې صدر اطلس خان شېراني مشال راډیو ته ووېل چې په قبایلي سیمو کې د ۵۰۰۰ نورو تعليمي ادارو ضرورت دی او حکومت لګیا دی دلته سکولونه بندوي، چې د فاټا له ماشومانو سره زیاتی دی.

اطلس خان وايي: (( یوه خوا زموږ سکولونه په بمونو والوځول شو او د هغه له پاسه اوس په دې طریقه په یو قانوني انداز باندې زموږ د ډېرو سکولونو بندېدوویره دي نو موږ پر دې احتجاج پیل کړ چې موږ دا نه منو. په دې پالېسۍ کې دا ویل شوي دي چې، پرایمري سکول کې تر اویاو ماشومان کم وي نو دا به د یوه استاد اسکول جوړوي او یا به يې له هغه ځایه بل ځای ته لېږدوي. که وکتل شي نو قانون دا دې چې یو سکول به د دوو او درېیو کلومیيره په واټن باندې وي نو دا رنګ خو به زموږ ماشومان ۶ یا ۷ کلو میټره پیاده مزل کوي چې د یو ماشوم لپاره به ډېره ګرانه شي نو په دې کې د امنیت مسله هم ده او نورې مسلې هم دي))

کله چې مشال راډیو په دې اړه د نیم قبایلي سیمې اېف ار د قامي اسمبلۍ له غړي قېصر جماله وپوښتل نو د هغه وینا وه:

(( تاسو په دې کې دا فایده هم وګورئ چې یو ځای کې د ماشومانو شمېره زیاته وي نو مخکې داسې سکولونه ول چې پکې ۵۰۰ شمېره وه نو په دېپالېسۍ کې چې کوم ځای کې شمېره زیاته وي هلته به د استادانو شمېره ډېرېږي نو ځینې خلک وايي چې په دې کې به يي نوکرۍ ختمې شي نو داسې هېڅ نشته او د دې پحقله ځینې خلک غلط بیاني کوي او له دې پالېسۍ خبر نه دي. زه له فاټا سیکریټري سره هم په تماس کې یم نو داسې کومه پالیسي نشي اعلانولی چې د ولس پکې تاوان وي))

مشال راډیو چې په دې اړه په فاټا سیکریټریټ کې د تعلیم ډایرېکټر سره د رابطې کولو کوشش وکړو نو د بیا بیا رابطې کولو باوجود ورسره خبره ونشوه.

XS
SM
MD
LG