د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د نرسانو نوې روزنیزه دوره پیلیږي


خوست کې تر روزنې لاندې نرسانې
خوست کې تر روزنې لاندې نرسانې

خوست کې هم په دې موده کې تر ۲۸۰ تنو پورې نرس قابله ګانې روزل شوي، خو ډېری يې په ښار کې کاروبار کوي او د ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو او کلینکونو کې دندو ته چندانې زړه نه ښه کوي.

د افغانستان په ډېریو اطرافي او له ښارونو څخه په لیرې سیمو کې د لازمو روغتیايي اسانتیاوو نشتون د خلکو په مهمو ستونزو کې راځي او له همدې کبله د مور او ماشوم د مړینې اوسنۍ کچه لا هم د انديښنې وړ ده.

د دې کار لپاره په وروستیو څو کالونو کې عامې روغتیا وزارت د یو شمېر نړیوالو ادارو په مرسته د ټولنې د نرس قابله ګۍ دوه کلن پروګرامونه پیل کړي او په دې برخه کې يې سلګونه ښځې او نجونې روزلي دي.

خوست کې هم په دې موده کې تر ۲۸۰ تنو پورې نرس قابله ګانې روزل شوي، خو ډېری يې په ښار کې کاروبار کوي او د ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو او کلینکونو کې دندو ته چندانې زړه نه ښه کوي.

دا ځل په خوست کې د اوومې دورې د نرس قابله وو د روزنې دوه کلن پروګرام کې د ګډون لپاره هغو نجونو ته لومړیتوب ورکول کیږي چې د اطرافي سیمو وي، هلته استوګنه ولري او دا ژمنه وکړي، چې تر فارغیدو وروسته به په خپلو ولسوالیو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د نرس قابله ګۍ په اوومه دوره کې به ۴۸ نجونې زده کړې وکړي، خو د شمولیت په ازموینه کې خواوشا ۳۰۰ تنو نجونو چې دولسم ټولګی يې بشپړ کړی برخه واخیسته.

یاد پروګرام دا ځل د روغتیا د پرمختیا او ادارې موسسې لخوا پرمخ بیول کیږي.

د دوشبنې پر ورځ د خوست د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکټر سیدانور یوسفزی مشال راډیو ته د دې پروګرام موخې پدې توګه څرګندې کړې:

((د دې پروګرام هدف دادی چې موږ په جامعه کې د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه کړای شو، پخوا روغتیايي خدمتونه داسې وو چې مرکز کې به عرضه کېدل، خو د اطرافو خلک ورځنې محروم پاتې شوي ول او له همدې کبله افغانستان په هغو ټاپ هېوادونو کې راته چې د مور او ماشوم ډېره مړینه يې لرله.))

د عامې روغتیا د سرپرست رئیس په وینا د افغانستان په کچه د شته احصاییو له مخې څوارلس کاله وړاندې د ټول هېواد په کچه ۴۵۰ تنې نرس قابله ګانې وې، چې د مسلکي قابلو دا شمېره اوس پنځو زرو ته پورته شوې، خو د دوی په خبره د افغانستان نفوسو ته په کتو ۱۱ زره نرس قابله وو ته اړتیا موجوده ده.

د نرس قابله ګۍ د اومې دورې د شمولیت لپاره د ثریا په نوم د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د حسن زیو د لیسې زده کوونکې هم ازموینه کې ګډون درلود.

دې هیله وښوده، کچیرې دې پروګرام ته بریالۍ شي، نو په خپله ولسوالۍ کې دنده اجراء کوي او د مور او ماشوم د ژوند د خوندیتوب لپاره به خدمت کوي:

((احساس مې دادی، چې خوشبختانه د هرې ولسوالۍ څخه خویندې راغلې دي، که کامیابي شي او پدې برخه کې زده کړې وکړي، نو هغې ولسوالیو کې به د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه کړي او په هغه ولسوالیو کې به کیدای شي ډېره مرسته وکړي، ډیری ولسوالۍ د مرکز څخه لیرې دي، هغوی مرکز ته رسیده ګي نشي کولای، همالته ورسره مرسته کولای شي.))

د خوست د ولایتي شورا استازی اضغر اکاخېل یاد پروګرام ګټور بولي او غوښتنه کوي، چې پروګرام دې وغځیږي او د شاملینو شمېر دې هم ډېر شي:

((د دې ۴۸ خویندو روزنه کفایت نه کوي، غوښتنه کوو، چې دا پروګرام پرلپسې شي ځکه موږ په ولسوالیو کې اړتیا لرو او داسې ولسوالۍ شته چې لیرې دي او هلته د مور او ماشوم د مړینې کچه زیاته ده، باید دا پروګرام ډېر شي او جذبیدونکې کسانې هم ډېرې شي.))

ډاکټرانو او متخصصینو په ویناوو کې له نرس قابله وو څخه غوښتنه وکړه، چې د روغتیا د پالیسۍ په چوکاټ کې دې روغتیايي خدمتونه ترسره کړي، له هغه پرته ځنې وختونه د اختلاطاتو د پیدا کیدو امکان موجودیږي او پدې سره د ناروغې ژوند په خطر کې لویږي.

د روغتیا د برخې د چارواکو په وینا نږدې یوه نیمه لسیزه وړاندې په افغانستان کې په هرو سل زرو میرمنو کې د زیږون پر مهال خواوشا ۱۶۰۰ ښځو ژوند د لاسه ورکاوه او اوسمهال د روغتیايي خدمتونو په ډېریدو د مړینې یاده اندازه ۳۲۷ تنو ته راټیټه شوې خو لا هم روغتیايي کارکوونکي پدې برخه کې د نړیوالو مرسته کوونکو په ملاتړ پدې هڅه کې دي، چې شته ارقام نور هم را کم شي.

XS
SM
MD
LG