د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتيکا کې سيلاب ځپلو سره مرستې وشوي


پکتيکا: چارواکي پر سيلاب ځپلو مرستې ويشي.
پکتيکا: چارواکي پر سيلاب ځپلو مرستې ويشي.

د پکتیکا ولایت په سرښار کې د سیلاب ځپلو سره پېل شوي مرستې به يوولسو ولسواليوو کې به له هغو زرګونو کورنیوو سره کيږي چې وروستيوو بارانونو يې کورونو ته زيان رسولی دی.

نن د شنبې پر ورځ پکتیکا والي امین الله شارق مشال راډیو ته وویل چې د سیلابونو د راوتلو پر مهال د زیانمنو څخه په مرکز او ولسوالیو کې سروی شوې او هماغه ۵۱۶۸ کورنیو سره د مرستو بهیر پیل شوی دی.

د پکتیکا والي وړاندې وايي چې په مرستو کې اوړه، وریجې، غوړي، د پوښاک توکي او د پخلنځي توکي شامل دي.

شارق زیاته کړه: ((د مرکز ښرنې وروسته به په منظم ډول ولسوالیو ته هم د مرستو د ویشلو لړۍ وغځوي او په اړو کورنیو به وویشل شي. خلک، مدني ټولنې او رسنۍ هم کولی شي چې د مرستو ویشلو له لړۍ څخه څارنه وکړي تر څو يې د شفافیت څخه ډاډ حاصل کړي. په مرکز ښرني کې د سیلابونه له امله کوچیان هم زیانمن شوي چې مرستې به ورسره کيږي.))

د پکتيکا والي خلکو ته مرستې ويشي.
د پکتيکا والي خلکو ته مرستې ويشي.

د عبدالعلي په نوم د ښرنې یو تن اوسیدونکی چې دا مرستې يې ترلاسه کړي وايي که څه هم دوی ته په سیلابونو کې ډېر زیان رسیدلی خوورسره شوو مرستو يې ضرورتونه تر يو حده پورې پوره کړي دي.

هغه زياته کړه. ((د کور یو طرف دیوال مو لویدلی. د غواوو کوټه راولویده ډېر تاوان مو وشو. په پټیو مو د سیلاب اوبه راغلي او د پاسه يې پرې خځلې اچولي دي. فصل مو ونه رېبه.))

د یادونې وړ ده په تېر اوړي او مني کې نه یوازې په پکتیکا کې بلکې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې سیلابونو او نورو طبعي پېښو خلکو ته زیانونه واړول.

که څه هم افغان حکومت او یو شمېر مرسته کوونکو ادارو له زیانمنو سره مرستې کړي خو کتونکي وايي چې حکومت باید د طبيعي پېښو له زیانمنو سره د اوږد مهالو پورونو د ورکولو په ګډون مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG