د لاسرسي ځای

تازه خبر

“داعش په افغانستان کې ځپل شوی”


په افغانستان کې د امریکا د عملیاتي ځواکونو ویاند وايي، داعش د افغانستان له سلګونه ولسوالیو کې یوازې په یوه کې شته.

د امریکا د پوځ یو جنرال وايي چې د اسلامي دولت ډله یا داعش په افغانستان د پام وړ فعالیت نشي کولای او وسله وال یې په ډېرو کوچنیو سیمو کې حضور لري.

په افغانستان کې د امریکا د پوځي عملیاتي ځواکونو ویاند جنرال ویلسن شوفنر وايي، دا وسله وال چې مشرانو یې په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت ډلې نوم ورکړی د افغانستان په ختیځ کې خپل فعالیتونه پراخ کړي، خو جنرال شوفنر وايي، داعش اوس د افغانستان له څه باندې ۴۰۰ ولسوالیو یوازې په یوه کې حضور لري.

له دې مخکې هم چارواکو د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش د وسله والو د فعالیتونو خبر ورکړی و.

امریکايي چارواکو تېرکال ویلي و چې ښايي د۱۰۰۰ او ۳۰۰۰ ترمنځ د داعش وسله وال د ننګرهار په شپږو، اوو ولسوالیو کې فعال وي، خو د جنرال شوفنر په وینا دا شمېر اوس راکم شوی.

جنرال شوفنر وايي چې د دې ډلې ډېری غړي د پاکستاني طالبانو پخواني وسله وال دي چې له هغوی څخه جلا شوي او له داعش سره یوځای شوي دي.

جنرال شوفنر وايي، دا وسله وال په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له پلېدو وروسته افغانستان ته واوښتل.

نوموړی زیاتوي چې داعش په افغانستان کې کوم عقیدوي او ایډیالوژیک بنیاد نه لري او په ننګرهار ولایت کې یې داسې کارونه هم وکړل چې په عوامو کې یې د دوی پرضد کرکه وپاروله، خو په افغانستان کې د امریکا د پوځي عملیاتي ځواکونو ویاند وايي چې له دې ټولو سره سره داعش لاهم په افغانستان کې یو لوی ستراتیژیک ګواښ دی.

په دې وروستیو کې افغان ځواکونو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په ملاتړ د اچین ولسوالۍ په زیات شمېر کلیو کې د داعش ډلې پرضد پوځي عملیات پیل کړل چې چارواکي وايي، د دې ډلې ګڼ شمېر وسله وال یې په ترڅ کې ځپل شوي او په سیمه کې د دې ډلې نفوذ یې په بشپړ ډول راکم کړی دی.

XS
SM
MD
LG