د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې بارانونو نژدې ۵۰ کورونه زیانمن کړي


له قدرتي افتونو سره د مبارزې د صوبايي ادارې یاد مشر زیاتوي، د کورونو تر دې زیان وروسته يې د صوبې ټولو کمشنرانو ته بوديجه لېږلې، چې د بېړني حالت په وخت يې وکاروي.

په بلوچستان کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې چارواکي وايي، اوسنيو بارانو د صوبې په بېل بېلو سیمو کې لږ تر لږه پنځوس کورونو ته زیان رسولی دی، خو زیاتوي، تراوسه پورې له هېڅ يوې سیمې د ځاني زیان راپور نه لري.

په بلوچستان کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې د ادارې مشر عطاوالله مېنګل وايي، د صوبې په شاوخوا ټولو سیمو کې يې اوسنيو بارانو ته په پام سره احتیاطي تدابیر نیولي او د ټولې صوبې د لوړپوړو چارواکو رخصتۍ يې ختمې کړې دي.

؛ تراوسه په هيڅ يوه سیمه کې کوم ځاني زیان نه دی رسېدلی، لاکن مالي زیان څه ناڅه رسېدلی دی. داسې راپورونه دي، چې په چمن سیمه کې نهه کلي متاثره شوي، چې دېوالونه پکې نړېدلي دي. په خضدار کې پر يوه کلي اوبه ختلي او پنځه يا شپږ کورونو ته يې لږ زیان اړولی او همداسې په چاغي سیمه کې هم اوو یا اتو کورونو ته هم زیان رسېدلی دی. او داسې زموږ د مالوماتو مطابق په ټوله صوبه کې د پنځوسو په شاوخوا کې کورونو ته زیان رسېدلی دی؛.

له قدرتي افتونو سره د مبارزې د صوبايي ادارې یاد مشر زیاتوي، د کورونو تر دې زیان وروسته يې د صوبې ټولو کمشنرانو ته بوديجه لېږلې، چې د بېړني حالت په وخت يې وکاروي.

؛ د صوبې ټولو کمشنرانو ته مو لس لس مليونه روپۍ ورلېږلې دي او ورسره د شلو هغو ښارونو چې هلته د سیلاوونو خطره ده، د هغوی مرستيال کمشنرانو ته مو پنځوس پنځوس لکه روپۍ ورلېږلې دي؛.

د عطاوالله مېنګل په خبره د صوبې په اکثره سیمو کې به روانه ټوله اونۍ همداسې بارانونه وي، او اوسېدونکي باید خپله هم تر وسه احتياطي تدابیر په پام کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG