د لاسرسي ځای

تازه خبر

ضیاء الحق امرخېل: حکومت دې د سولې هڅې چټکې کړي


د افغانستان د ملي ثبات د بهیر چارواکي له افغان حکومت غواړي، چې د سولې روانه پروسه چټکه کړي.

دوی د حکومت ځنې چارواکي د سولې پروسې ته پر نه ژمنتیا تورنوي او وايي چې په جګړو کې د دوی ګټې خوندي دي او نه غواړي چې پدې هېواد کې تلپاتې سوله رامنځته شي.

د پنجشنبې پر ورځ خوست کې د ملي ثبات د ټولنې لخوا په رابلل شوې غونډه کې چې زرګونو کسانو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او سیمه والو ګډون کړی وو، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخواني رئیس او د ملي ثبات د ټولنې مشر ضیاء الحق امرخېل وویل، چې ولسونه باید د دایمي سولې لپاره پر حکومت او نړیواله ټولنه لازم فشار وارد کړي.

ده د حکومت چارواکي تورن کړل، چې تل يې داسې مرکچیان د سولې په خاطر خبرو اترو ته لیږلي، چې هغوی پر سوله باور ندی لرلی.

ضیاء الحق امرخېل زیاته کړه:

((تېر نظام هم متاسفانه سوله تر شعار محدوده کړې وه او هغه مرکچیان به يې چې لیږل هغوی په خپل ذات کې پر سوله باور نه لاره، اوس هم ځنې چارواکي د سولې مانع دي د حکومت په منځ کې، هغوی سوله نه غواړي ځکه که سوله راشي بیا هغوی غصب نشي کولای، که سوله راشي د دوی هغه کورنۍ حاکمې نه پاتې کیږي، په ټوله کې افغانان سوله غواړي خو باید د سولې لپاره باید غږ سره یو کړي، هم په حکومت فشار راوړي هم په نړیوالو او طالبانو وروڼو ته هم باید د ورورولۍ لاس ور اوږد کړي.))

ضیاءالحق امرخېل وویل، چې د هېواد د سولې او ټیکاو لپاره باید ټول قومونه یو بل ته لاس ورکړي، ځکه یو شمېر مشخصو کړیو پر قومونو معاملې کړي، خو ولس محروم او مظلوم پاتې شویدی:

((راځئ هغه نورو قومونو ته هم د ورورولۍ لاسونه ور اوږد کړو هغوی هم دردیدلي دي، هغوی سره هم بد شوي دي، پر هغوی هم تجارت شوی ده، هغه ستا افغانان دي، هغه ستا وروڼه دي، باید د ورورولۍ لاس ورته ورکړو، تر څو موږ پدې مملکت کې سوله او ثبات ولرو.))

ضیاء الحق امرخېل زیاته کړه افغان حکومت په یوازې ځان نشي کولای چې سوله راولي، ده له قومي مشرانو او دیني عالمانو غوښتنه وکړه، چې په خپلو سیمو کې خوابدي وسلوال قانع کړي او دوی سولې ته راوبولي.

ضیاء الحق امرخېل د ملیشه جوړونې لپاره هم د ځنو کړیو د هڅو په اړه انديښنه وښوده او ويې ویل چې افغانان له ملیشو ښې خاطرې نه لري او غواړي، چې د دې هېواد امنیتي ځواکونه پیاوړې او تجهیز شي.

د خوست قومي مشران هم وايي، چې په حکومت کې ځنې داسې خلک شته، چې سوله ته ژمن ندي او په سوله کې د ځانونو لپاره زیان ویني.

د خوست دوه تنه قومي مشران سخي جان سرحدي او محمدولي شاه عمرزی همدا مساله یادوي.

بلخوا د خوست د ولایتي شورا رئیس عبدالولي واحدزي هم په یاده ناسته کې د ملي یووالي حکومت پر چارواکو نیوکې وکړې، چې له خوستوالو سره کړې ژمنې يې ندي عملي کړي.

دوی وویل، خوست په نظام کې له نظره لویدلي او حتا په تېر یو نیم کال کې خوستوالو ته له ولسمشر سره د مخامخ ناستې زمینه نده برابره شوې.

واحدزي یادونه وکړه، چې د خوست ولسونه له حکومت څخه خپل حقوق او په نظام کې کافي مثبت اصلاحات غواړي:

((د خوست ولسونه دې نظام لپاره قرباني ورکوي، خو خپل حق هم غواړي، موږ د نظام د راپرځولو لپاره کار نه کوو، اما خپل حق غواړو، چاته دا نظام چې د لکونو خلکو په قربانۍ جوړ شوی، خرابولو ته نه ورکوو، اما اصلاحات هم غواړو.))

تمه کېده چې څو ورځې وړاندې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې په اسلام اباد کې پیل شوې وې، خو افغان چارواکو په وروستیو ورځو کې وویل چې دا خبرې اترې ځنډیدلې دي.

د طالب او افغان حکومت د استازو ترمنځ لومړنۍ مخامخ خبرې تېرکال د چنګاښ په میاشت کې اسلام اباد ته نژدې په مرې کې شوې وې، خو دویم پړاو خبرې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مرګ د خبر له په ډاګه کېدو وروسته وځنډیدې.

XS
SM
MD
LG