د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سيوۍ کې د شپږ بلوڅ بېلتونپالو د وژلو ادعا


د بلوچستان حکومت ادعا کوي چې په وژل شویو بلوڅ بېلتونپالو کې د افغانستان یو وګړی اسلم اچو هم شامل دی چې د خېربخش مري فکري ملګری وو

د بلوچستان حکومت وايي، د چارشنبې په ورځ يې په عملیاتو کې په سیوۍ سیمه کې د بلوڅو بېلتونپالو شپږ وسله وال وژلي، چې پکې يې یو مهم قومندان اسلم اچو هم شامل دی. حکومت وايي، په دې عملياتو کې د ملېشه ځواکونو دوه سرتېري هم وژل شوي دي.

په کوټه کې د بلوچستان حکومت ویاند انوارالحق کاکړ د چارشنبې او پنجشنبې په منځنۍ شپه په يوه خبري غونډه کې ادعا وکړه، پاکستاني ملېشه ځواکونو په سیوۍ سیمه کې په عملياتو کې د بلوڅ بېلتونغوښتونکې وسله والې ډلې بي ایل اې شپږ وسله وال وژلي او له دوی سره په نښته کې يې د ملېشه ځواک دوه سرتېري هم وژل شوي دي.

د کاکړ په خبره په وژل شويو وسلوالو کې د بلوچ لیبرېشن ارمي يو مهم قومندان اسلم اچو هم شامله دی، چې په خبره يې د وسله والو ډېری کمپونو يې په مشرۍ کې فعاله وو.

؛ امنيتي ځواکونو په سیوۍ سیمه کې يو لړ مهم عمليات کړي دي. ددې عملياتو په ترڅ کې د بلوچ لیبرېشن ارمي نومې ډلې یو لوی قومندان چې اسلم عرف اچو نومېده، وژل شوی دی؛.

انوارالحق زیاتوي، اسلم اچو په خټه تاجک او دافغانستان دی، چې دده په خبره په ۱۹۹۰مه لسیزه کې له نواب خیر بخښ مري سره بلوچستان ته راغلی او له همغه راهیسې ددوی يو فعال وسله وال وو.

؛ کله چې نواب خیربخښ مري صیب افغانستان ته ولاړ، نو اسلم اچو چې خپله تاجک دی، هم هلته د هغه له فلسفې سره ملګری شوی، او کله چې دوی بېرته راغلل، نو له هغه وخته يې له دوی سره کار پېل کړ؛.

که څه هم د حکومتي ادعاو په اړه تراوسه د بلوڅو بېلتون غوښتونکو ډلو لخوا لاهم رسنیو ته څه نه دي ویل شوي، خو په تېروخت کې يې بیابیا ویلي، چې په بلوڅ مېشتو سیمو کې د پاکستاني ملېشه و په عملياتو کې تل بې ګناه وګړي وژل کېږي.

XS
SM
MD
LG