د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د پخواني ګورنر د زوی خلاصولو په اړه تحقیقاتي کمېټه جوړوي


د پاکستان کورنيو چارو وفاقي وزیر د یو تحقیقاتي کمېټې جوړولو حکم کړی تر څو د پنجاب صوبې د پخواني ګورنر زوی را خلاصولو اصلي لامل معلوم کړي.

د پاکستان داخله وزیر چودري نثار علي خان د پنجاب صوبې پخوانی ګورنر سلمان تاثیر د زوې شهباز تاثیر د خلاصلولو په اړه د نا سم مالوماتو نوټس اخیستې دې.

د پاکستان کورنيو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې د چودري نثار علي خان له خولې ويلي، د دې خبرې پلټنې دې وشي چې د بلوچستان صوبې د پولیسو مشر ولې دا خبر ورکړ چې د پنجاب پخواني ګورنر زوی شهباز تاثیر د ځواکونوپه عملياتو کې خوشې کړل شوی دی. خو د ده په وينا اصل خبره د دې برعکس ده او قام ته بايد حقيقت وويل شي.

د خبرپاڼې له مخې، تحقيقاتي کمېټی به په دوو ورځو کې خپل راپور د کورنيو چارو وزارت ته وړاندې کوي.

د پاکستان د اخله چارو وزارت لخوا جاري شوې خبر پاڼې په وینا چې د دې معاملې پلټنو لپاره داخله وزیر د یو تحقیقاتي کمېټې د جوړولو حکم ورکړې دې.

دا کمیټی به په دوه ورځو کې خپل رپورټ داخله وزارت ته وړاندې کوي.

د یادولو ده چې له کوټې ښار سره نزدې د کچلاک سیمې د السلیم هوټل مالک د پاکستان مطبوعاتو ته ویلي ول چې شهباز تاثیر د هغه هوټل ته ورغلی وو او د ټیليفون غوښتنه يې ترې وکړه چې لاهور ته ټیليفون کول غواړي خو دوی د هغه د حلیي له وجې ورته ټیليفون ورنکړ او هغه ورستو بیا له یوه بله ځایه کور ته ټیليفون کړی وو.

خو تر اوسه د شهباز تاثیر د خلاصیدو وضاحت مخې ته نه دی راغلې چې نوموړې څنګه خلاص شو.

خو بلخوا د تېرو دوه ورځو راهیسي دا خبرونه راروان وو چې نوموړی د عملیاتو له لارې خلاص کړل شوی وو.

خبریال رحیم الله یوسفزی وايي د کورنیو چارو وزیر ریښتیا مخ ته د راوړلو خبره ښه کړې ده خو ایا دا به ممکن شي او که نه، دا تر وخت مخکې خبره ده؟

،، هر یو حکومت یا هره اداره که څه پېښه وشي نو دعوا وکړې نو دا دعوې وي دا اکثر له حقایق نه وي. دعوا کول اسان کار وي خو بیا حقایق ورکول هم ضروري دي. تاسو وګورئ د ترهګرې خلاف جنګ روان دې نو څومره کامیابیانې ترلاسه شوې دي او دوی څومره مخالفین ووژل نو دا خو اوس د دې دعوې دې، حقایق څه دي هغه نه دي معلوم ځکه چې هلته مطبوعات نشي تلی او ازادې سرچینې هم نشته نو دا خو چې حکومت اوس پالیسي جوړه کړې چې حقایق به راوړي نو په ورو ورو به د خلکو دا اعتبار هم جوړیږي ،،

یاده دې وي شهباز تاثیر د کال ۲۰۱۱ په شپږویشتم اګست د لاهور د ګلبرګ سیمه نه تښتول شوې وو.

XS
SM
MD
LG