د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ نړیوال جام: نن افغانستان او هانګ کانګ لوبېږي

د افغانستان او هانګ ملي لوبډلې نن (پنجشنبه) په د کرکټ په شل اوريز نړیوال جام کې سره مخامخ شي.

دا لوبه به د پېښور پر وخت ماښام اووه بجې د هند په ناګپور ښار کې پیل شي.

افغانستان د نړیوال جام لوبو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه د سې شنبې په ورځ له سکاټلنډ څخه د ۱۴ منډو په توپير وګټله.

په دې لوبه کې افغان لوبغاړی شهزاد محمدي غوره لوبغاړی شو، له هانګ کانګ سره د نننۍ لوبې په اړه نوموړي د چارشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل:

((ان شاء الله لوبغاړي دې ته چمتو دي چې له هانګ کانګ نه لوبه وګټو. د سکاټلنډ له ماتې راوروسته زموږ لوبغاړي ډاډه شوي دي، خلک دې موږ له دعاوو نه هیروي))

هانګ کانګ په دې نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه له زیمبابوې څخه بایللې ده.

د شل اورونو په دې نړیوال جام کې د چارشنبې پر ورخ بنګله دیش هالنډ ته او عمان بيا ایرلنډ ته ماتې ورکړه.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG