د لاسرسي ځای

تازه خبر

 وزیراعظم نواز شریف د سعودي عرب په سفر دی


نواز شریف له سعودي باچا شاه سلمان بن عبد العزیز سره د لیدو مهال.
نواز شریف له سعودي باچا شاه سلمان بن عبد العزیز سره د لیدو مهال.

د وزیراعظم کور یوه چارواکي مشال رېډېو ته وویل چې، نواز شریف د سعودي باچا شاه سلمان بن عبد العزیز په بلنه په درې ورځنۍ دوره سعودي عرب ته روان دی

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او د پوځ مشر جنرال راحیل شریف په درې ورځنۍ دوره د سعودي عربستان په سفر دي او دواړه مشران به په هغه هېواد کې روان د پوځي مشقونو وروستۍ غونډه کې ګډون کوي.

نواز شریف به د خپلې دورې پرمهال له سعودي باچا شاه سلمان بن عبد العزیز او نورو اعلا چارواکو سره ویني.

په پاکستان کې کارپوهان د وزیراعظم نوازشریف او د پوځ مشر د سعودي عرب دورې په باب څه نظر لري؟

په لاهور کې د سیاسي چارو کارپوه پروفېسر حسن عسکري وايي، سعودي عرب د اتحادي ملکونو غونډه رابللې ده او غواړي چې پاکستان په باقاعده توګه د دغه اتحاد برخه جوړ شي که وزیراعظم نواز شریف په دغه غونډه کې ګډون وکړو نو مطلب يې دا شو چې پاکستان په باقاعده توګه د دغه اتحاد ممبر جوړ شو.

د نوموړي په وینا که سعودي عرب له دغه اتحاده داسې قراردادونه منظوروي چې مقصد يې د یمن او سوریې په باب یو خاص سوچ مخ په وړاندې بوتلل وي نو دا به کتل وي چې د پاکستان به څه حیثیت وي؟ پاکستان خو په تېرو وختونو کې یمن او سوریې ته د پوځ له لېږلو انکار کړی و آیا تر دې غونډې ورستو به هم پاکستان په خپل پخواني درېځ ودرېږي که نه؟

خو د بهرنو چارو کارپوه بیرسټر زاهد سعید وایي، پاکستان دا وخت د دې جوګه نه دی چې د سعودي عربستان په وینا خپل پوځ یو بل ملک ته ولېږي ځکه چې د پاکستان پوځ دا وخت په غربي پوله د وسله والو پرضد په عملیاتو کې بوخت دی او په شرقي پوله ورته له هنده خطره ده نو زه ګڼم چې پاکستان صرف تېکنیکي مرستې کولی شي.

د ذکر ده چې په سعودي عرب کې شورو نارت تنډر (شمال تندر) نومې دې پوځي مشقونو کې د پاکستان پشمول د یوویشت (۲۱) ملکونو پوځیان برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG