د جنوب لوېدیځ زون اوپراتیفي قوماندان عبدالجبار قهرمان د پېښې په ځای کې مشال راډیو ته وویل چې د یادې نښتې له امله تر دا مهاله یوازې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی دی.
نن(چارشنبه) سهار شپږ بجې وسله والو مخالفینو له څلورو اړخونو د ګرشک ولسوالۍ پر ودانۍ حمله وکړه.
په ورته وخت کې د هلمند والي ویاند عمر ځواک مشال راډیو ته وویل چې په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته روانه ده او تر دا مهاله درې پولیس ټپيان شوي دي.
ځواک زیاته کړه چې افغان ځواکونو له درېو اړخونو د وسله والو مخالفینو حمله محار کړې او دا مهال یو شمېر برید کوونکو په یوه ودانۍ کې ځای نیولی او له هغه ځایه پر ولسوالۍ ډزې کوي.
د هلمند ګرشک ولسوالۍ د کندهار ـ هرات د لوی لارې پر سر د دغه ولایت له ستراتیژیکو ولسوالیو ده.
د حملې مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخستی او افغان سرتېروته یې د مرګ ژوبلې اړولې اداعا کړې ده.