د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنځه کاله مخکې تښتول شوی شهباز تاثير څنګه راخوشي شو؟


د شهباز تاثير دا تازه تصوير د پاکستان پوځ خپور کړی دی.
د شهباز تاثير دا تازه تصوير د پاکستان پوځ خپور کړی دی.

چارواکو ادعا کړې وه چې د پخواني ګورنر سلمان تاثير زوی شهباز تاثير د طالبانو په لاس کې دی. خو د هغه د خوشي کېدو په اړه وضاحت نه دی شوی چې نوموړی څنګه راخوشي شو او د هغه نيوونکو څوک وو؟

د پاکستان پنجاب صوبې د پخواني وژل شوي ګورنر سلمان تاثير تښتول شوی زوی شهباز تاثير خوا او شا پنځه کاله وروسته په بلوچستان کې موندل شوی دی.

په کوټه کې د ملېشه ځواکونو ویاند مشال راډيو ته پرون وویل چې نوموړی یې د استخباراتي ادارو پر څار د سې شنبې په غرمه له کچلاغ سیمې څخه د تښتوونکو له منګولو راخوشی کړی دی. ویاند زیاتوي، امنيتي ځواکونو له کچلاغ بازار سره څېرمه له يوه کوره شهباز تاثیر راخوشی کړ او په وينا يې چې هغه روغ رمټ دی.

د شهباز تاثير پخوانی تصوير
د شهباز تاثير پخوانی تصوير

په همدي حال کې په کچلاغ کې د سليم هوټل په نامه يو مشهور هوټل مالک خبريالانو ته پرون وويل شهباز تاثير چې ږيره يې لويه شوې وه او نه پيژندل کېده، ده سره ډوډۍ وخوړه او پيسې يې هم ورکړي.

د پاکستاني پوځ وياند جنرل عاصم باجوه پر خپله ټويټر پاڼه د تاثير تازه تصويرونه هم خپاره کړي ده. په دې کې هغه اوږدې جامې اغوستې او ږيره يې هم لويه شوې ده.

تر اوسه دا معلومه نه ده چې شهباز تاثير د پيسو په بدل کې راخوشي شوی او که رښتيا هم د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې موندل شوی دی.

د نوموړي خور شيربانو تاثير نن مشال ريډيو ته د يو ايميل له لارې وويل چې کورنۍ يې دا وخت د مطبوعاتو سره په دې اړه خبرې کول نه غواړي.

شهباز تاثیر چې په ۲۰۱۱ کال د لاهور له ګلبرګ سیمې نامالومه وسله والو تښتوولی وو چې د پاکستان ځواکونو يې ذمه واره وسله وال طالبان بلل.

شهباز تاثير په داسې مهال راخوشي شوی چې د هغه د پلار وژونکي، ممتازقادري ته څو ورځې وړاندې پانسي ورکړل شوه.

د شهبازتاثير تر تښتول کېدو وروسته په ۲۰۱۳م کال کې د پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني زوی علي حېدر ګېلاني هم تښتول شوی وو. څه موده مخکې يې د خوشي کيدو اوازه شوه خو هغه لا هم نه دی موندل شوی.

XS
SM
MD
LG