د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘هغه بیا ژوند کول غواړي’


موږ په دې وژند کې عادي شوي یوو نور به هم داسې ژوند کول وي که څه ستونزه هم پیدا شي نو موږ به يې له همت سره تیرو.

دا غږ د پنجاب صوبې د لاهور وسیدونکې نورین جبار دې چې یوه سترګه یې د خاوند لخوا د تېزاب په شیندلو کې له لاسه ورکړې ده.

د نورین جبار په شان ښځو ته پنجاب صوبې لاهور یو مشهور بیوټي پالر ډېپلیکس مالکې مسرت مصباح د صحت سهولیات او د ډول سنګار هنرې زده کړې ورکولو لپاره د ډیپلېکس سمایل اګېن په نوم یو فاونډېشن جوړ کړی دی چې پکې تر اوسه د ۷۰۰ د تېزاب متاثره ښځو علاج شوي دي.

نورین جبار هم دې فاونډېشن کې علاج شوی دی او اوس د دې په بیوټي پالر کې د یو ډول سنګار د ماهرې په توګه کار کوي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې نورین جبار زیاته کړه چې په کور کې به یې هر وخت جنګ جګړې وي چې وجه يې د خاوند کار روزګار نه کول وو.

د دې په وینا د طلاق په دریمه میاشت کال ۲۰۱۴ کې چې کله دې خپلې لوڼه د سکول نه واپس راوستې نو پخواني خاوند یې په دې او لوڼو یې تېزاب وشیندل چې د دې سترګه پکې ضایع شوه او لوڼه يې معمولي ژوبل شوې.

هغه وايي چې مخکې ورته ژوند تېرول ګران وو خو اوس په شیشه کې خپل مخ کتو ترڅنګ د ژوند په هره شیبه کې د برخې اخیستو توان لري.

“اوس زه د خپل کور خرچه خپله وچتولې شم،ماشومان هم سنبالوم ، زه خپل کور او کار دا هر څه خپله کوم. فرق راته دا محسوسېږي چې مخکې به ما سم ژوند نشو تېرولې او اوس په بهادرې هر څه مقابله کولې شم اوس زه ډېره مختلفه شوم او هغه داسې چې دلته راته هم څه همت ترلاسه شو اول به ما ځان ته کتل نو ژړل به مې او چې دلته راغلم او نورې ښځې مې ولیدل چې زما زیاتې متاثره دي نو هغې ماته زیات همت ترلاسه شو”

پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې ادارې وايي چې په ښځو د تېزاب شیندلو کېسونه د ټولو زیات پنجاب صوبه کې مخې ته راغلې دي.

د تېزاب شیندلو په وجوهاتو کې د خاوندانو نشه کول ، شک کول، لږ جهېز راوړل او نارینه اولاد نه کېدل دي.

د ډېپلیکس سمایل اګین فاونډېشن مشره مسرت مصباح وايي کال ۲۰۰۳ کې یوه د تېزاب متاثره جینې چې د مخ څیره یې ویجاړه شوې وه، د دې غوښتنه کوله چې مخ ورله په میک اپ سم کړې او هم د دې پېښې پس دې فیصله وکړه چې داسې جینکو د بیا رغونې لپاره کار وکړې شي.

دا وایي چې د خپلو خپلوانو او د ملګرو په مرسته د تېزاب متاثره ښځو علاج کوي او د دې په هر یو اپرېشن پنځوس زره خرچه راځي.

“له موږ سره د تېزاب متاثره ښځو لپاره امداد زیاتره برخه د روژې په میاشت کې راځي ځکه چې هر څوک وايي چې دا وخت دې چې زکات ورکړې شي.له موږ سره نړیوال امداد کونکې نشته خو کله کله موږ له نړیوال ډاکټران راځي او هغې په خپله خرچه دلته راځي او ویړیا اپریشنې کوي او داسې موږ ته خرچه هم لږه کمه شي. زه دا نه وایمه چې پاکستان کې ماهره ډاکټران نشتههغې هم ښه دي خو هغې مصروفه وي"

د فرانس وسیدونکې الیزبت شویلیت شودغي چې د لاهور د دماغي امراضو یو هسپتال کې کار کوي وايي چې ډېپلیکس ته به ډول سنګار لپاره راتله خو چې کله نه يې دا ښځې وکتي نو دې فیصله وکړه چې د دې ښځو لپاره به په اروپا کې امدادي ادارې لټوي.

“زه غواړم چې په یورپ کې غټې کمپنیانې د امداد لپاره وګورم او سمایل اګېن فاونډېشن په اړه ورته مالومات ورکړم او دا اسان کار نه دې خو زه به کوشش کوم. د تېرې دوه میاشتو راهیسي زه دې فاونډېشن لپاره کار کوم. زه خپله چې څلور ژبې ویلي شم نو زه به د فرانس ، جرمني ، اټلي او هسپانوي کمپنیانو سره رابطې کوم نو زه خيال لرم چې زه به دې سره د دې په ژبو په ښه توګه کار وکړم او ماته یقین دې چې موږ به کامیابه شو”

د ډېپلیکس سمایل اګېن فاونډېشن مشرې مسرت مصباح په وینا چې پاکستان کې تېزاب خرڅونکو او اخیستونکو باندې د حکومت لخوا څه کتنه نشته.

د وايي قوانین شته خو چې کله په هغې په سمه توګه عملدرامد وشي نو نورین جبار غوندې ښځې به د سترګو نه محرومیږي.

XS
SM
MD
LG