د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو نړیوالې ورځې تاریخ


بلوچستان: د زیارت سیمې یو شمېر ښځې
بلوچستان: د زیارت سیمې یو شمېر ښځې

د مارچ اتمې لمانځلو موخه په ټولنه کې د ښځو بنیادي انساني حقونه خوندي ساتل دي، او دوی ته د تعلیم او کار، روزګار لپاره یو شان مواقعې برابرول دي.

نن د مارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځې لمانځل کیږي. د ښځو نړیواله ورځ (انټرنیشنل ومېن ډې) په خپله ویب پاڼه لیکي سږ کال د دې ورځې نعره په نړۍ کې په تعلیم او روزګار کې یووالی دی. د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې ادارې وایي دوی غواړي په ټولنه کې ښځو او سړیو ته یو شان د روزګار مواقعې ترلاسه شي، او حقونه یې خوندي کړل شي.

نوبېل جایزه وړونکې ملاله یوسفزۍ
نوبېل جایزه وړونکې ملاله یوسفزۍ

بلخوا د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه (یو این ومېن) په خپله ووبپاڼه لیکي سږ کال دوی په ټولنه کې ښځو ته د سړیو غوندې د کار روزګار د مواقعو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.

د سکواش پښتنه لوبغاړې ماریه تورپېکۍ
د سکواش پښتنه لوبغاړې ماریه تورپېکۍ

دغه اداره وایي، که څه هم د نړۍ بېلا بېل هېوادونهخپلو مسلو ته په کتو سره نن د ښځو په مسلو خبرې کولی شي، خو دوی دا دریځ لري چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې باید ښځو ته په ټولنه کې یو شان سهولتونه او مواقعې ورکړل شي.

دوې پښتنې مېرمنې د کالیو ګنډولو مهال
دوې پښتنې مېرمنې د کالیو ګنډولو مهال

په ۱۹۰۷ کې د امریکا په نیویارک ښار کې د رختونو او ستنو کاروخانو څه نا څه ۱۵۰۰۰ زرو ښځو په لارو کوڅو کې په یوه مظاهره کې له حکومته غوښتنه کوله چې دوی ته دې د سړیو غوندې یو شان تنخاګانې ورکړل شي، او د دوی د کار ساعتونه یا ګنټې دې د سړیو هومره کړل شي. د دغو ښځو غوښتنه وه، چې دوی کار ډېر او تنخواوې کمې اخلې، چې د بنیادي انساني حقونو خلاف خبره ده.

پښتنه غرختونکې نازیه پروین
پښتنه غرختونکې نازیه پروین

په ۱۹۰۹ کال کې د امریکا سوشلیسټ ګوند په ۲۸ فېبرورۍ د ښځو ورځ لمانځلو اعلان وکړ، په امریکا کې تر ۱۹۱۳ م کاله پورې د ښځو ورځ د فېبرورۍ په ۲۸ لمانځل کېده. له دغې وروستو په اسټریا، جرمني، ډنمارک او سویټزرلینډ کې هم د ښځو ورځ لمانځنه پیل شوه.

پېښور: یوه مور خپل ماشوم په وڼي کې تړي
پېښور: یوه مور خپل ماشوم په وڼي کې تړي

په ۱۹۱۳ م کال کې روسۍ ښځو د لومړي نړیوال جنګ ختمولو او د امن غوښتنې په نعره د ښځو نړیوالې ورځې لمانځلو اعلان وکړ. ګڼو ښځو په په دغه جنګ کې د شلو لاکو روسي عسکرو د وژنې خلاف د”ډوډۍ او امن“ په نوم مظاهرې پیل کړې او د جنګ ختمېدو غوښتنه یې کوله.د فېبرورۍ ۲۸مه د جارجیا هېواد په کالېنډر (جنتري) کې د مارچ میاشت اتمې نېټې سره سمون خوړ. ځکه خو تر هغه وروسته د نړۍ په ګڼو برخو د مار اتمه د ښځو نړیواله ورځ وټاکل شوه.

په لنډي کوتل کې دوې مېرمنې
په لنډي کوتل کې دوې مېرمنې

ملګرو ملتونو په ۱۹۷۵ کال د مارچ اتمه په لومړي ځل د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله چې تر اوسه د نړۍ په زیاتره برخو کې لمانځل کېږي. د دې ورځې موخه په ټولنه کې د ښځو بنیادي انساني حقونه خوندي ساتل دي، او دوی ته د تعلیم او کار، روزګار لپاره یو شان مواقعې برابرول دي.

XS
SM
MD
LG