د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ښځې مسلکي دندې غواړي


په خوست کې یو شمېر ښځينه مدني فعالانې که له یوې خوا په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې د ښځو په ژوندانه کې ځنو مثبتو پرمختګونو ته خوشبینه دي، خو بیا دې ته انديښمنې دي چې لا هم د ښځو او نجونږ د پام وړ برخه په بیلابیلو ډولونو د تاوتریخوالي قرباني ګرځي.

دوی چې د سې شنبې پر ورځ په یاد ولایت کې د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې راټولې شوې وې زیاتوله ، چې د ښځو او نجونو جبري ودونه، د زده کړو او کار کولو د لازمو فرصتونو نه شتون، روغتیايي ستونزې او په کورنۍ او ټولنه کې د دوی نظرونو او غوښتنو ته نه پاملرنه هغه څه دي، چې ښځې يې له خپلو حقونو محرومې کړي او له ناهیلیو سره مخامخې دي.

په دې اړه یوه تنه خوستۍ مدني فعاله وايي:

((نسرین احساني د خوست ولایت اوسیدونکي، تر اوسه هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی شته، سره لدې چې کموالۍ په کې راغلی، خو لا هم په لیرې اطرافي سیمو کې د اجباري ودونو، دوی له تعلیم نه وروسته پاتې دي او پدې اړه ورته زمینه جوړونه نده شوې، صحت ته يې ښه توجه نه کیږي، ځنې پریکړې چې وروڼو خوښې وي، په خویندو په زور منلی کیږي.))

د خوست ښځې او نجونې دا ستونزه هم یادوي، چې دوی ته د زده کړو او مسلک سره برابرې دندې نه پیدا کیږي.

مدني فعاله عابده سروري پدې برخه کې د حکومتي چارواکو د پاملرنې غوښتنه کوي.

د خوست پوهنتون محصله څانګه اتل وايي، چې ښځې او نجونې د خپل مسلک په برخه کې کارکولو ته لیوالتیا لري، خو د وړتیا پر اساس دندې نه ورکول کیږي، نوموړې زیاتوي:

((د ښځینه محصلینو غوښتنې د خپل مسلک مطابق کار کول دي، که څوک له ادبیاتو فارغې دي، په ادبیاتو کې، که له اقتصاده فارغې دي د اقتصاد په برخه کې مطلب هره خور غواړي چې په خپل مسلک کې کار وکړي او ټولنې ته خدمت وکړي، خو متاسفانه دوی تر اوسه پدې اړه زمینه نده مساعده، څومره چې زه ګورم حق حقدار ته نه ورکول کیږي، شل سلنه په وړتیا او اتیا سلنه د فساد له لارې دندې پیدا کیږي.))

د ۱۸۷۵ ز کال د مارچ په اتمه د نیویارک ښار کارګرو ښځو د خپلو حقوقو لپاره په پراخو لاریونونو لاس پورې کړ، چې دا ورځ بیا د ښځو د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره یوه تاریخي ورځ وګڼل شوه.

په ۱۹۷۷ زیږدیز کال کې د یونسکو لخوا د مارچ اتمې ته د ښځو د نړیوالې ورځې نوم ورکړل شو، چې د له هغه وروسته د نړۍ په ډیری هېوادونو کې دا ورځ لمانځل کیږي.

په خوست کې سږ کال د ښځو نړیوالې ورځې لپاره ډېرې لږې ښځې د سولې د شورا د کنفرانسونو په تالار کې راغونډې شوې وې.

پدې غونډه کې ځايي چارواکو حتی د ښځو چارو ریاست مسوولینو هم برخه نه وه اخیستې.

مدني فعالې میرمن سعادت ګیله وکړه، چې ځايي چارواکو د ښځو د ورځې د لمانځنې په خاطر لازمه همکاري نده کړې.

د یادونې وړده، په خوست کې د نورو ټولنیزو پرمختګونو تر څنګ خواوشاه یو لک نجونې په ښوونځیو او سلګونه نورې په پوهنتونونو کې پر لوړو زده کړو بوختې دي، همداشان یو شمیر ښځې د پوهنې او روغتیا په برخو کې په دندو بوختې دي، چې دې پرمختګ ته د ښځو په ژوندانه کې د یو مثبت بدلون او مهمې لاسته راوړنې په نظر کتل کیږي.

XS
SM
MD
LG