د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوله کې د نقاشۍ، شاعرۍ او ميرمنو رول


د سولې پر لور خپرونه کې دا ځل د سولې لپاره د يو انځورګر پر هڅو خبرې اترې لرو. د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې مېرمنې خپله برخه غواړي او پر شاعرۍ د يو شاعر شعرونه به واورئ.

د سولې پر لور ننۍ خپرونه کې د افغان انځورګر نثار ايثار، خپرې دراوروو چې په انډونيشيا کې يې د سولې د پيغام د خورولو لپاره د پېنټينګز يا انځورونو يو نندارتون جوړ کړی وو. نوموړی د خپرونې په اوږدو کې خپلو خبرو کې وايي چې هنر څنګه د تشدد په مخنيوي او د سولې په زياتولو کې مرسته کولی شي.

د افغانستان يو ځوان انځور جوړونکی، نثار ايثار تېر کال له کابله انډونيشيا ته لاړ. په غزني کې زيږيدلی، نثار ايثار د انځورونو جوړول له کوچنيوالي پېل کړل. بيا يې کابل کې په دې برخه کې زده کړو ته دوام ورکړ او اوس په انډونيشيا کې د سکالرشپ له لارې د انځورونو جوړولو نوې لارې چارې زده کوي.

هنر د سولې لپاره

نثار ايثار په خپل سټوډيو کې پر پو انځور کار کوي
نثار ايثار په خپل سټوډيو کې پر پو انځور کار کوي

نثار ایثار وايي کوښښ کوي چې د انځورونو په جوړولو سره د سولې پیغام خپور کړي او نړيوالو ته د افغانانو اصلي څېره وښئ. په دې وروستيوو کې ایثار په انډونيشيا کې د سولې د پيغام عامولو لپاره د خپلو انځورونو يو نندارتون جوړ کړی وو.

د نثار ايثار سره په مرکه کې مې لومړی له هغه وپوښتل چې څنګه يې د سولې د انځورونو نندارتون ته پام شو؟

هنر د سولې لپاره: نثار ايثار سره مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د سولې په خبرو کې د مېرمنو کردار

افغان څکومت له يوې لسېزې راهيسې کوښښ کوي چې د طالب وسله والو سره سوله وکړي او روانه جګړه ختمه کړي.. لکه څرنګه چې طالبانو له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې پر افغانستان د خپل حکومت په مهال د جينکو ښوونځي بند کړي وو او هغوی په دفترونو کې کار کولو ته نه پرېښودلې نو اوس يو ځل بيا داسې اندېښنې راپورته شوې چې که طالبانو سره روغه جوړه وشي نو د ښځو حقونه به تر پښو لاندې شي. په دې اړه کابل کې يوه غونډه شوې وه او برخه والو پکې وويل چې د سياسي روغې جوړې لپاره بايد پر انساني حقونو معامله ونه شي.

د سولې پر لور: هنرمندان، شاعران او عدم تشدد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د کابل د دغه غونډې ويډيو دلته کتلی شئ.

"افغان سولې بهیر کې د ښځو پر حقوقو به معامله ونشي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00


XS
SM
MD
LG