دواړو مشرانو دا خبرې د ویډیو کنفرانس له لارې د جمعې پر ورځ ناوخته کړي په خبرو کې ولسمشر بارک اوباما ټینګار وکړ چې امریکا د هغې سولې ملاتړ کوي چې ورسره شخړې راکمې شي او په افغانستان او سیمې کې ثبات راشي.
ښاغلي اوباما د ولسمشر اشرف غني رول ته اشاره وکړه چې د افغانستان له ګاونډیو سره اړیکي پراخوي او د سولې او پخلاینې خبرې له طالبانو سره مخته وړي.
په ویډیو کنفرانس کې د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن او د افغانستان اجرایي رییس عبداله عبداله هم برخه اخیستې وه.
د افغان ولسمشر د دفتر چارواکي وايي چې د امریکا ولسمشر د ترهګرۍ پرضد د افغان امنیتي ځواکونو مېړانه وستایله.