د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې پوهنې ریاست ته څلور پوړیزه وداني جوړه شوه


په لوګر کې د پوهنې ریاست لپاره نوې څلور پوړیزه وداني د یو کال په موده کې د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او نن د پنجشنبې پر ورځ پرانیستل شوه.

یاده وداني چې د نړیوال بانک په مالي لګښت جوړه شوې (۳۳) اداري خونې، سالونونه او نورې لازمې اسانتیاوې لري.

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې د دې ودانۍ په جوړولو سره به د یادې ادارې د دفتري خونو په برخه ډېری ستونزې هوارې شي.

د لوګر د پوهنې ریاست یو شمیر امریتونو او مدیریتونو چې پخوا يې په یو او بل ځای کې په کرايي ځایونو کې دفتري چارې سمبالولې او لدې کبله به د یادې ادارې مراجعین له ګڼو ستونزو سره مخامخ ول او کارونه به يې په چټکۍ نه ترسره کېدل، بالاخره د نړیوال بانک د څه باندې یوویشت میلیونه افغانیو په لګښت ورته یوه پخه او اساسي څلور پوړیزه وداني جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د لوګر د پوهنې رئیس انجینر اکبر ستانکزي وویل، چې نوي وداني عصري او مجهزه جوړه شوې او د چټک انټرنیټ په ګډون برښنا، اوبه او نورې لازمې اسانتیاوې لري.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه:

((دا ودانۍ په څلورو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول د پوهنې وزارت لخوا د نړیوال بانک په مالي مرسته د ۲۱ میلیونه ۳۲۰ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، دا ودانۍ ۳۳ اداري خونې لري، د غونډو تالار، یو لوی ګدام، پهرې خونه، درې دهلیزونه، د انټرنیټ چټک سیستم ۲۵ دتشنابونه او نور ضروري ملحقات لري.))

د دې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د لوګر والي حلیم فدايي وویل، چې د پوهنې بهیر ته کلکه پاملرنه د ټولنې د ښه راتلونکې ضمانت کوي او د یاد ولایت ځايي اداره دې لوري ته جدي پاملرنه لري.

ده د پوهنې د ادارې له کارکوونکو او ښوونکو وغوښتل، چې د راتلونکي نسل د سالمي روزنې په برخه کې خپلې دندې په ښه ډول سرته ورسوي او د معارف د کیفیت ښه کولو ته دې پاملرنه لا ډېره کړي.

د لوګر والي له خلکو غوښتنه وکړه، چې خپل ماشومان نجونې او هلکان په نوي ښوونیز کال کې ښوونځیو ته شامل کړي.

بل لوري ته د پوهنې رئیس اکبر ستانکزي یادې ادارې ته د نوې ودانۍ جوړیدل د دفتري چارو د سمون او کاري چټکتیا لپاره یو ښه پرمختګ یاد کړ او ويې ویل چې تر دې وروسته به د معارف مراجعینو ته هم د کارونو په اجراء کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي:

((د لوګر د پوهنې ریاست چې پخوا يې ډیری امریتونه او مدیریتونه په کرایي ځایونو کې پر کارونو بوخت وو، تر دې وروسته به د یو اداري کمپلیکس کې به اداري کارونه پر مخ وړو، دې ادارې ته نهه کاله وړاندې هم یو تعمیر چې ۱۲ خونې يې درلودې جوړ شوی وو، چې کفایت يې نه کاوه او په پای کې د پوهنې وزارت له چارواکو مننه کوم چې د دې ودانۍ لپاره يې لازمه بودجه په اختیار کې ورکړه.))

یاده دې وي، که څه هم د لوګر اوسیدونکي له پخوا نه زده کړو ته پاملرنه لري، خو تر اوسه هم د ډیریو ښوونځیو د ودانیو نه شتون، د عملي زده کړو په برخه کې د وسایلو او لوازمو کمښت همدارنګه د کافي مسلکي ښوونکو نشتوالی هغه ستونزې دي، چې د پوهنې بهیر يې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG