د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا بلوڅ بېلتونپالي کمزوري شوي؟


خبریال شهزاده ذوالفقار يې په ځواب کې وویل، په دې عملياتو کې د بلوڅو بېلتونپالو وژل لا هم سم معلوم نه دي. هروخت دوی داسې ادعاوې کوي، خو نه د هغوی مړي ښکاره کوي او نه يې هم ورسره نیول شوې وسله ليدل کېږي؛.

په بلوچستان کې د ملېشه ځواکونو چارواکي ادعا کوي،سرتېرو یې په تربت او کوهلو سیمو کې په عملياتو کې لږ تر لږه شپږ وسله وال وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

په کوټه کې د ملېشه ځواکونو رسنيو ته په ورکړل شويو مالوماتو کې ادعا کړې، چې سرتېرو یې د صوبې په تربت او کوهلو سیمو کې شپږ بېلتونپالي وسله وال وژلي دي.

د دې ځواکونو په خبره د چارشنبې په ورځ د کوهلو په کاهان سیمه کې د دوی سرتېرو له بېلتونپالو وسله والو سره په نښته کې درې وسلوال ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل.

له دوی زیاتوي، سرتېرو يې د تربت په کېچ سیمه کې په چاڼيز عملياتو کې درې وسلوال وژلي او د هغوی پنځه پټنځايونه يې تباه کړي دي.

د ځواکونو په خبره په دې وژل شويو کسانو کې د وسلوالو يو مهم قومندان هم شامل دی.

د چین ــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ د سترې پروژې له عملي کېدو پس بیا بیا ملېشه ځواکونو رسنیو ته دغه ډول ادعاوې کوي. په بلوڅ مېشتو سیمو کې د بلوڅ بېلتونپالو پر ضد عمليات هم زیات شوي.

حکومتي او امنيتي چارواکي ادعا کوي، چې بلوڅ بېلتونپالي يې تر بل هر وخت زیات ځپلي دي.

خو پوښتنه دا ده، چې ایا په ریښتيا هم بلوڅ بېلتونپالي ځپل شوي دي؟

په کوټه کې مېشت مشر خبریال شهزاده ذوالفقار يې په ځواب کې وویل، په دې عملياتو کې د بلوڅو بېلتونپالو وژل لا هم سم معلوم نه دي. هروخت دوی داسې ادعاوې کوي، خو نه د هغوی مړي ښکاره کوي او نه يې هم ورسره نیول شوې وسله ليدل کېږي؛.

د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې د بېلتونغوښتونکو پر ضد د پاکستانيو ځواکونو د بریا ادعاوې په داسې وخت کې کېږي، چې يوې خوا ته ډېری وسلوال حکومت ته تسليم شوي او بل خوا ته بیا د دې ډلو مهم قومندانان په عملياتو کې وژل شوي هم دي.

اوسني حکومت چې له دې وسلوالو بلوڅانو سره يې د خبرو له لارې د روانې کشالې هوارولو اعلان کړی وو، هغه خبرې هم د ځنډ ښکار دي. خو ولې؟

په ځواب کې یې خبریال شهزاده ذوالفقار زیاتوي،”زما په فکر د پاکستان د پوځ دا سوچ دی، چې تر هغه به انتظار وکړو، که مو په دې عملياتو کې وځپل، سمه ده، ګنې بیا به يې خبرو ته ګورو. “

په دغه صوبه کې مېشت خبریالان یا هم دلته کارکوونکې رسنيو ته په دې عملياتو کې يواځې هغه خبرونه رسېږي، چې حکومت يا وسلوال يې ورکوي، خو له داړو غاړو د دې ادعاو په اړه په ازادۍ سره د دې پېښو راپور نه ورکول کېږي.

دا چې په اوس وخت د نواب ثناوالله زهري حکومت له بلوڅو بېلتونپالو سره دا خبرې تر کومه ځایه رسېدلې؟ هڅه مو وکړه، چې په همدې د بلوچستان د کورنيو چارو د وزیر سرفرازبګټي او حکومتي ویاند انوارالحق کاکړ سره خبرې وکړو، خو تر بیا بیا تماس وروسته هم بریالي نه شوو.

XS
SM
MD
LG