د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت د ثاقبې پر پېښه عدالتي کمیسيون اعلان کړ


بلوچستان اسمبلۍ
بلوچستان اسمبلۍ

د بلوچستان حکومت د سېشنبې په ماښام اعلان وکړ، چې د مسلم باغ د اوولس کلنې زده کوونکې ثاقبه کاکړ د ځانوژنې پېښې پلټنو لپاره يې یو عدالتي کمیسيون جوړ کړی دی.

د بلوچستان حکومت د مسلم باغ سیمې د ثاقبه کاکړ ځانوژنې پېښې د پلټنې لپاره یو عدالتي کميسیون اعلان کړی دی، چې په يوه مياشت کې دننه به خپل رپوټ صوبايي حکومت ته وړاندې کوي.

د حکومت په خبره دا کميسیون چې مشري به يې د کلاسیف الله جج افتاب احمد لون کوي، په یوه مياشت کې به خپل رپوټ حکومت ته وړاندې کوي. د ثاقبې ورور اعزازالله وايي، د دوی يواځنۍ غوښتنه او يواځنۍ هیله همدا کميسیون دی.

اعزازالله له مشال راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه، دوی هیله من دي، چې همدا عدالتي کميسيون به ورته انصاف ورکړي او د کالج چارواکي چې دوی يې تورن ګڼي، د هغوی پر ضد ګام واخیستل شي؛.

اوولس کلنه زده کوونکې ثاقبه چې د تېري فېبرورۍ مياشتې پر دوولسمه نېټه يې ځانوژنه کړې وه، چې د کورنۍ په خبره د مسلم باغ نجونو کالج مشرې یې د دولسم ټولګي د امتحان لپاره یې فارمونه نه وو منل شوي، دوی وايي ثاقبې او ځينو نورو ټولګيوالو نجونو يې په کالج کې د استادانو غوښتنې لپاره احتجاج کړی وو او د کالج چارواکو يې له هغه پس پر ضد شوي ول. خو د کالج مشره او نور چارواکي بیا وايي، له ثاقبې او نورو نجونو سره يې هېڅ ضد نه وو، او زیاتوي چې د هغوی غیرحاضريانې زیاتې وې، نو ځکه يې د هغوی امتحان فارمونه رد کړي ول.

XS
SM
MD
LG