د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل-لوګر د دویم لاین سړک د جوړولو کار پیل شو


نن د سې شنبې پر ورځ د لوګر-کابل د دویم لاین د نوي سړک د اولې برخې د جوړولو چارې، چې ۲۱ کیلومرته اوږدوالۍ لري پیل شوې، په یاد سړک چې نږدې شپږ سوه میلیونه افغانۍ لګښت راځي، ودانیزې چارې به يې د اتلسو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د افغانستان د فواید عامې وزیر محمود بلیغ د پیلغونډې ګډونوالو ته د سړک د مشخصاتو د بیانولو پر مهال وویل، چې دا د کابل-لوګر د دویم لین سړک به په دریو پړاونو کې جوړ شي، چې دادی د اولې برخې کارونه يې د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د دشت ساقوې څخه پیلیږي او د لوګر د محمداغې ولسوالۍ پورې غځیږي.

ښاغلي بلیغ وړاندې وویل:

((دا پروژه چې انشاالله نن يې موږ افتتاح کوو، د کابل-لوګر د سړک د دویم لین اوله برخه ده، ۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري، ټولیز لګښت يې خواوشا ۵۹۷ میلیونه افغانۍ دی، د سړک پلنوالی لس متره دی، خو اوه متره يې په پاخه ډول جوړیږي، د پروژې د بشپړولو موده اتلس میاشتې ده.))

محمود بلیغ د پروژې د پرانیستې ګډونوالو ته یادونه وکړه، چې د یادې پروژه دویمه برخه چې ۲۴ کیلومتره به اوږدوالۍ ولري، په لنډو ورځو کې به دوطلبۍ ته وړاندې شي او په دویمه برخه به هم کار پیل شي.

که څه هم د کابل-لوګر د لويې لارې په مسیر کې د پکتیا او خوست ولایتونه هم پراته دي، خو تر څنګ يې لدې لارې پکتیکا ولایت ته هم خلک تګ او راتګ کولای شي.

د لوګر والي حلیم فدايي رسنیو سره په خبرو کې د یاد ولایت امنیتي حالت د بل هر وخت په پرتله ښه بولي او وايي چې ځايي امنیتي ادارې پدې هڅه کې دي، چې د امنیت ساحه نوره هم پراخه کړي.

حلیم فدايي د سړکونو او ورته نورو دا ډول ټولګټو پروژو د کار پیلول د امنیت په ټېنګښت کې اغېزمن بولي.

د لوګر والي حلیم فدايي زیاته کړه:

((د بل هر وخت په پرتله د لوګر امنیتي حالت ښه شوی او نتیجه يې داده چې د امنیتي ادارو سره زموږ د خلکو همکاري ډېره شوې ده، موږ هیلمن یو چې امنیتي ساحه لاپسې وغځوو، دا ډول پرمختیايي پروژې او سړکونه په لوګر ولایت کې د سولې او کارموندنې په برخه کې اغېزمن تمامیږي.))

د یاد سړک د پیلغونډې ګډونوالو د کابل-لوګر دویم سړک د ګاډو د ګڼه ګوڼې او ټرافیکي پيښو په کمیدو او د سړکونو او لویو لارو له اړخه د ځمکني ترانسپورټ د معیاري کولو په برخه کې مهم پرمختګ وباله.

د یادونې وړ ده د کابل-لوګر سړک د پلازمینې کابل جنوبي لوري ته مهمه لاره ده، چې نه یوازې د سویل ختیز زون درې ولایتونه له کابل سره نښلوي، بلکې ددې تر څنګ پدې لاره بار وړونکي او لوی ګاډي پاکستان ته هم تګ او راتګ کوي.

XS
SM
MD
LG