د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: حکومت تعليمي کمپاين پېلوي


په کوټه کې د بلوچستان د تعليم د څانګې چارواکي وايي، د دغې صوبې په لرو پرتو سیمو کې د ژمنۍ رخصتيو تر ختمېدو وروسته به تعليمي کمپاين چلوي، چې په خبره يې ډېر ماشومان په سکولونو کې داخل شي.

عبدالرحيم زیارتوال په دې خبري غونډه کې وویل، د دې کمپاين لپاره به په لومړي ځل د جومات لاوډسپيکر هم کارول کېږي.

"د ټولې صوبې ولس ته، ټولو سیاسي ګوندونو ته وايم، چې په دې کمپاين کې به د جوماتونو لاوډسپيکرونه لا وکاروو او زموږ د ټولو دا ذمه واري جوړېږي، چې که اوس هم په جدي توګه دا ستونزه هواره نه کړو، نو بیا به يې له بربادۍ خلاص نه شو."

د تعليم د څانګې صوبايي وزیر وايي، د صوبې د ولس پر حکومتي تعليمي ادارو باور ختم شوی او له سرکاري چارواکو نیولې تر عام ولس پورې اکثریت يې هڅه کوي، چې خپل ماشومان په شخصي تعليمي ادارو کې داخل کړي. خو زیاتوي، اوس به دوی د ولس دا باور بېرته بحال کړي.

"په شخصي سکولونو کې ښوونکی په پنځه زره کلدارې ماشومانو ته سبق وايي، موږ دېرش زره کلدارې ورکوو. د پنځو زرو ښوونکی سبق ورته وايي او د دېرشو زرو وال يې نه ورته وايي. تراوسه پورې داسې وشوو، نور نه له موږ سره ددې ګنجایش شته او نه دي هم له موږه څوک دا توقع کوي، چې معاف به يې کړو."

د تعلیم د څانګې وزیر په دې خبري غونډه کې زیاته کړه، په دغه صوبه کې شاوخوا ۹۰۰ جعلي سکولونه، په زرهاو جعلي ښوونکي او په لکونو کې يې جعلي زده کوونکي نیولي، چې میاشت دوې کې به يې دقیق مالومات له رسنوالو سره شريک کړي.

--

XS
SM
MD
LG