د روس د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې د هغو وسلویادونه کړې چې افغانستان ته یې په دې وروستیو کې سپارلي اوزیاتوي چې دا هېواد به د تر هګرۍ او له نشيي موادو سره د مبارزې لپاره له افغان امنیتي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د روس د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چمتو دی چې افغان امنیتي ځواکونو ته د روس په پوهنتونونو او روزنیزو مرکزونو کې تربيت ورکړي.
بل خوا د دوشنبې پر ورځ افغان ولسمشر په کابل کې د افغانستان او پاکستان لپاره د روس له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په پوځي،امنیتي او اقتصادي برخو کې د یو لړ توافق ناموپر چوکاټ خبرې کړي دي.
ارګ د ضمیر کابلوف له خولې وايي چې روس په سیمه کې د داعش موجوديت ته اندېښمن دی خو روسي چارواکي د داعش پر وړاندې د افغانستان د حکومت مبارزه د ستاینې وړ بولي.