د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناامنیو له کبله په پاکستان کې سرشمېرنه وځنډول شوه


اسلام اباد - د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف ویلي، د وسله والو پر ضد یې بریاوې تر لاسه کړې دي او ((هغه ورځ لرې نه ده چې له پاکستانه به ترهګرۍ مکمله ختمه کړل شي.))

نوموړي د دوشنبې یا ګل پر ورځ په اسلام اباد کې د هېواد ګډو ګټو شورا (مشترکه مفادات کونسل) غونډې ته په وینا کې وویل، د وسله والو ضد جګړه ډېره مهمه ده او دا چې د دې جګړې له کبله د ناامنۍ پېښې کمې شوې دي.

ده وویل، د شمالي وزیرستان په شوال کې د پاکستاني پوځ سرتېرو وژنه ښيي چې ریښتیا هم پوځ ((ډېرې قربانۍ ورکوي.))

د ګډو ګټو شورا په غونډه کې د سرشمېرنې په ګډون پر نهو موضوعاتو خبرې وشوې چې پکې د څلورو صوبو اعلا وزیرانو تر څنګ د وفاقي او صوبايي کابینو ځېنو غړو هم ګډون وکړ.

تر غونډې وروسته د وزیراعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي چې د ناامنیو له کبله سرشمېرنه او کورشمېرنه ((اوس شونې نه ده)) نو ځکه یې ځنډوي.

بیان وايي، د سرشمېرنې نوې نېټه به له ټولو ګوندونو او چارواکو سره تر مشورو وروسته اعلان شي.

بیان البته دا نه دي ویلي چې دا کار به کله کېږي. په ۲۰۱۶ز کال کې د سرشمېرنې کولو پرېکړه تېر کال د ګډو ګټو شورا په غونډه کې شوې وه.

له ۱۹۹۸ز کال وروسته په پاکستان کې سرشمېرنه نه ده شوې.

د پېښور پوهنتون د شماریاتو څانګې استاد ډاکتر عالمګیر وايي، حکومت باید هر ۱۰ کاله وروسته په هېواد کې سرشمېرنه او کورشمېرنه وکړي ځکه چې په هېوادونو کې ټول پرمختیايي کارونه نفوس یا ابادۍ ته په کتو کېږي.

د وزیراعظم له دفتره خپور شوی بیان زیاتوي چې د ګډو ګټو شورا بله غونډه به د مارچ پر ۲۵مه په اسلام اباد کې کېږي.

XS
SM
MD
LG