د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د بشري حقونو قوانینو ته بیا کتنه کېږي


د پاکستان بشري حقونو وزیر زاهد حامد په وینا چې وزیراعظم سرکاري ملازمینو ته بشري حقونو په اړه تربیت ورکولو لپاره د یوې ادارې منظوري هم ورکړې ده او بشري حقونو پوهاوي لپاره په نصاب کې به مضامین هم شاملوي.

د پاکستان وفاقي حکومت وايي چې ملک کې د بشري حقونو قوانینو لپاره یوه مشترکه کميټي به جوړوی او په دې کمېټې کې به د وفاقي حکومت او څلور واړو صوبايي حکومتونو استازي شامل وي.

د زیارت په ورځ اسلام اباد کې خبري کانفرنس په موقع د بشري حقونو وزیر زاهد حامد وینا وه چې دا کمیټي به د ملک موجوده او نړیوال قوانینو جاج اخلي او نوي قوانینو لپاره به په تجویزونو غور کوي.

،، د بشري حقونو دا کمیټي به په دې نقطه نظر د قوانینو جاج اخلي چې ایا دې کې خو داسي څه نشته چې هغه د بشري حقونو خلاف وي. له دې سره سره نوې قانونسازي به تجویز کېږي او د بشري حقونو نړیوال قوانینو د ښه اړخونو څېړنې به هم کوي او دا به ګورې چې ایا موږ ته هم دا خپلول پکار دي نو تاسو ویلئ شي چې دا مشترکه کمیټي به تجویزونه وړاندې کوي،،

زاهد حامد مطبوعاتو ته زیاته کړه چې د بشري حقونو ودې او تحفظ لپاره یو شپاړلس کسیزه قومي تګلاره هم جوړه کړل شوې ده چې منظوري یې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ورکړې ده.

ده وویل چې تر دې تګلارې لاندې سل میلیونه روپۍ جاري کړل شوې دي او د بشري حقونو د خلاف ورزیانو ښکار خلکو ته به وړیا قانوني مرستې ورکوي.

د پاکستان وفاقي حکومت له اړخه د بشري حقونو تحفظ لپاره کمیټې جوړولو په اړه د پاکستان غیر سرکاري تنظیم ایچ ار سي پي یو چارواکی کامران عارف وايي ،، دوې خبرې دې، یو دا چې د پاکستان قامي بشري حقونو کمېشن شته نو دا خیال به ساتل پکار وي چې له دې کمېټې هغې ته نقصان ونه رسي، بل دا چې بشري حقونو ته تحفظ ورکول د حکومت ذمه واري ده، باید چې حکومت کمېټیانې جوړې کړې او دا یو مثبت قدم دی خو پکار دا ده چې د بشري حقونو نورو ادارو ته نقصان ونه رسي،،

د پاکستان بشري حقونو وزیر زاهد حامد په وینا چې وزیراعظم سرکاري ملازمینو ته بشري حقونو په اړه تربیت ورکولو لپاره د یوې ادارې منظوري هم ورکړې ده او بشري حقونو پوهاوي لپاره په نصاب کې به مضامین هم شاملوي.

زاهد حامد وویل چې په هېواد کې د اقلیتونو، معذورانو، ښځو او ماشومانو تحفظ په اړه قانونسازې ته به ژر وروستۍ بڼه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG