د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمعیت ف او ن یو شول خو غونډې یې بیا هم جلا جلا وې


کوټه د جمعیت علماء اسلام نظریاتي مشر مولانا عصمت الله او د جمعیت علماء اسلام ف ډلې له مشر مولانا فضل الرحمان ګډ خبري کنفرانس.
کوټه د جمعیت علماء اسلام نظریاتي مشر مولانا عصمت الله او د جمعیت علماء اسلام ف ډلې له مشر مولانا فضل الرحمان ګډ خبري کنفرانس.

د يوه خبريال پوښتنې ته په ځواب کې مولانا فضل الرحمن وویل، د ګوند په صفونو کې یې هېڅ وېش او ډلې شتون نه لري.

د جمعیت علماء اسلام نظریاتي مشر مولانا عصمت الله د جمعیت علماء اسلام ف ډلې له مشر مولانا فضل الرحمان سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې د خپلو ګوندونو یوځای کېدو اعلان وکړ.

مولانا فضل الرحمان وايي، ګوند يې یوموټی دی او هېڅ ډلې پکې نشته، خو هغه وخت چې فضل الرحمان او مولانا عصمت الله خبري کنفرانس کاوه، نو پر باچاخان څلورلاره د جمعیت نظریاتي په نامه او په پښين کې د مولانا محمدشېراني په مشرۍ کې غونډې روانې وې.

د جمعیت علماء اسلام نظریاتي ډلې مشر مولانا عصمت الله د زیارت/پنجشنبې په ماځيګر په يوه خبري غونډه کې له جمعیت علماې اسلام ف سره د ګډون اعلان وکړ.

؛ موږ د يوې ونې دوه ګلونو وو، چې له بده مرغه د څه وخت لپاره سره بېل شوي ول. اوس د خدای په فضل مولانا صېب زموږ په منځ کې دی، موږ یو موټي يو او خپله ډله له جمعیت ف سره د یوځای کولو اعلان کوم؛.

د مولانا فضل الرحمان او مولانا عصمت الله د همدې خبري غونډې پر وخت که يوې خواته د جمعيت نظرياتي لخوا پر باچاخان څلورلاره ولسي غونډه روانه وه، نو بل خوا ته بیا د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې د مولانا محمدخان شېراني په مشرۍ کې د پښين په يوه دیني مدرسه کې غونډه روانه وه، چې د ياد ګوند د صوبايي اسمبلۍ اکثره غړي هملته وو.

له مولانا فضل الرحمان څخه په دې خبري غونډه کې وپوښتل، ولې ورسره د اسمبلۍ غړي نشته؟ ایا په ګوند کې يې دننه بله ډله ده که څنګه؟ مولانا فضل الرحمان يې داسې ځواب راکړ.

؛ د يوه خبريال په توګه تاسو ته د دغه پوښتنې حق شته. او تاسو يې کولای شئ. خو زموږ په صفونو کې د دې پوښتنې هېڅ اهمیت نشته؛.

جمعیت نظریاتي چې اووه کاله وړاندې له جمعیت ف څخه بېله شوې وه، اوس يې پخوانی مشر مولانا عصمت الله بېرته په جمعیت ف کې د ګډون اعلان وکړ، خو عبدالستار شاه چشتي چې د دغې ډلې ویاند دی، وايي، ددوی ټول ګوند نه، بلکې ځينې کسان يې ف ډلې ته ولاړل.

XS
SM
MD
LG