د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ۲۵۷ مشکوکې او غیررجسټر مدرسې تړل شوې


په سیند صوبه کې یو سل او اووه شپېته، په خېبر پښتونخوا کې دیارلس او په پنجاب صوبه کې دوه مدرسې تړل شوې دي.

د چارشنبې په ورځ د پاکستان کورنیو چارو وزارتقومي اسمبلې ته ویلي دي چې د ترهګرۍ ضد قامي کړنلارې له مخې دوه سوه او څلور پنځوس مشکوکه او غېررجسټرډ مدرسې تړل شوې دي.

د کورنیو چارو وزیر مملکت بلیغ الرحمان په وینا چې سیند صوبه کې حکومت دوه اویا غېر رجسټرډ مدرسې بندې کړې دي.

په بهرنيو مرستو د چلېدونکیو مدرسو په اړه ده وویل چې یو سل نوي مدرسې یې بندې کړې دي او په دې کې زیات شمېر مدرسې په پنجاب صوبه کې وې.

د ده په وینا چې قبایلي سیمو او ګلګت بلتستان کې اووه سوه او اولس مدرسې دې چې پکې یو کم اووه سوه رجسټرډ دي.

قومي اسمبلې ته وویل شو چې د څلور واړو صوبو استخباراتي ادارې په قومي اېکشن پلان عملدرامد کوي او مثبتې نتېجې یې راروانې دي.

د کورنیو چارو وزیر مملکت بلیغ الرحمان وویل چې د ترهګرې مخنیوي لپاره جوړ کړې شوې د قومي اېکشن پلان ترلاندې غونډ ملک کې د مدرسو د علاقو کتنه هم روانه ده او هم تر دې لاندې د سیند صوبې اتیا فیصده، د خېبر پښتونخوا پنځه اویا فیصده او په بلوچستان کې شپېته فیصده کار مکمل شوی دې.

بلیغ الرحمان زیاته کړه چې د لال مسجد مشر مولانا عبدالعزیز نګراني هم راونه ده او که ضرورت پېښ شو نو د هغه خلاف به کاروایي کېږي.

په ملک کې د کرکې خورونکیو تقریرونو په اړه د نوموړي وینا وه چې شاه خوا دوه نیم زره کېسونه رجسټرډ شوې، درویشت سوه او پنځوس کسان نیول شوي او د پرېس درې اویا دکانونه بند کړل شوي دي.

قومي اسمبلې ته وویل شو چې د کرکې خورونکيو تقریرونو، سختدریځۍ او فرقه ایز تشدد مخنیوي لپاره هم هلې ځلې روانې دي.

د ترهګرې خلاف قومي تګلارې په اړه د سیمه ایزه چارو کار پوه پروفېسر حسن عسکري وایي دمدرسو رجسټریشن، زده کونکیو او د ځایونو په اړه مالومات خو وفاقي حکومت ته ترلاسه شول خو داسې کار لا نه دی شوی چې صورتحال کنټرول شوی وي.

'ګورئ د دې لپاره د یوې اوږدې مبارزې ضرورت دی، مدرسې خو یو اړخ ته پرېږدئ، په ریاستي سکولونو کې د زغم او د پاکستاني ریاست تصور ورکول پکار دی. ځکه چې یوه مسله خو دا ده چې هغوی اُمه او ریاست د یو بل متضاد ګڼي او کوم سختدریځه مسلمانان چې دي د هغوی لپاره علاقايي سرحدونه او قامي شناخت اهم نه دی'

د زیاته کړه چې په موجوده دور کې چې تاسو د یو قومي ریاست خبره کوئ نو د هغه د ریاست حدود تسلیمول وي، ډېر خلک دا نه مني، نو د شهریت تصور په اړه په سکولونو کې به زده کړې ورکول وي.

یاده دې وي چې د پېښور په ارمي پبلیک سکول له بریده پس د پاکستان حکومت د ترهګرۍ او سختدریځۍ خاتمې لپاره شل نکاتي قومي کړنلاره کښلې ده، چې پکې د مدرسو اصلاحاتو خبره هم شوې وه او مذهبي عالمانو هم ورسره هوکړه کړې وه.

XS
SM
MD
LG