د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په اتو ضلعو کې ښځينه ډاکترې نشته


د صحت څانګه وايي د صوبې په دودېرش ضلعو کې اته داسې هغه دي، چې د ښار په لوی سرکاري روغتون کې یې لا هم د ښځو د ناروغيو متخصصه ډاکتره شتون نلري.

د بلوچستان صوبې د صحت د څانګې لخوا مشال راډيو ته په ورکړل شويو مالوماتو کې ویل شوي، ددغې صوبې اته ضلعې لاهم داسې دي، چې پکې ښځينه ډاکتره نشته. دا په داسې حال کې چې وار له مخه لا په دغه صوبه کې د ماشوم زېږېدنې پر وخت د مور او ماشوم د مړينې کچې تر نورو سیمو بېخي زیاته ده.

د صحت د څانګې لخوا مشال په ورکړل شويو دې مالوماتو کې د صوبې په دودېرش ضلعو کې اته داسې ضلعې دي، چې هلته د ښار په لوی سرکاري روغتون کې لا هم د ښځو د ناروغيو متخصصه ډاکتره شتون نلري. د پښتون مېشتو سیمو موساخېل او شېراني سیمې هم په دغو ضلعو کې شامله دي. دا پوښتنه مو ددغې صوبې د صحت د وزیر رحمت بلوڅ مخې ته کښېښوده، چې ولې لا هم اته ضلعې بې له ښځينه ډاکترې دي؟

؛ په کومو روغتونو کې چې ډاکترې نشته، هغه ضلعې لاهم پوره فعاله نه دي. تاسو د واشوک ضلعې ته وګورئ. اوس موږ هڅه کوو، چې سم يې فعاله کړو. ضلع شېراني، اوسته محمد او صحبت بور درواخلئ، دا ښارونه لا هم سم اباد نه دي؛.

رحمت بلوڅ وايي، په دغو اتو ضلعو کې ځکه ښځينه ډاکترې نشته، چې دده په خبره دا ښارونه سم اباد نه دي او هلته نور سرکاري دفترونه هم فعاله نه دي. له بلوڅ څخه مو وپوښتل، نو بیا ددوی حکومت په تېرو درو کلونو کې څه کړي، چې د حکومت واګې يې د صحت او تعليم په بېړني حالت ټينګې کړې وې؟ رحمت بلوڅ زیاتوي.

؛ چېري چې ښځينه ډاکترې نشته، موږ هلته نوي امبولانسونه ورکړي دي. چې د همدې امبولانسونو له لارې بیا دوی دا ناروغان د نيژدې سیمې تر سرکاري روغتونه ورسوي. لکه چې موساخېل ته لورالايي سیمه نيژدې ده؛.

بلوچستان چې وار له مخه لا پکې د د ماشوم زېږېدنې پروخت د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه تر نورو سیمو زیاته ده، پکې د ښځينه ډاکترانو نشتوالی ددې خطر لا نور زیاتوي، خو رحمت بلوڅ بیا وايي، حکومت يې هڅه کوي، چې دا ستونزې هوارې کړي.

XS
SM
MD
LG