د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: درې نیم میلونه نیالګي کينول کېږي


د تېرو دوه اوونيو راهیسې په ننګرهار کې په رسمي توګه د نیالګيو د کېنولو بهير پيل شوی چې په دې لړ کې د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت له اړخه په لسګونو ځوانانو د ښار په پارکونو او عامه ځایونو کې د دوشنبې په ورځ په سلګونه نیالګي کېنول.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت له لوري د نیالګيو کېنولو بهير په شیشم باغ کې د خدايي خدمتګار او عدم تشدد سرلاري باچا خان بابا د مزار په انګړ کې د صبر د نیالګيو په کېنول سره پيل شو.

د نيالګيو کېنولو په کمپاين کې د ننګرهار مرستيال والي محمد حنیف ګرديوال هم برخه اخېستې وه.

نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې خوښي څرګنده کړه چې ځوانانو د نيالګيو کېنولو په بهير کې لومړيتوب د باچا خان بابا مزار ته ورکړ.

(( دا د وطن د ابادۍ او په وطن کې د سولې امن نښه ده. تر څو چې امکانات وي، پسرلی وي او د بوټو د کرلو امکان وي، بايد ټول ونې وکري، بوټي وکري، شنه چمنونه جوړ کړي، نن چې د باچا خان د مقبرې په انګړ کې بوټي کېنول کيږي، دا د خوښۍ ځای دی. باچا خان به چې هر چيرته تلو بوټي به يې کرل او يوه نښه به يې پرېښودله.))

د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت رضاکارو چې ډول ډول نیالګي يې ملي بيرغ تر څنګ په خپلو اوږدو بار کړي ول، له پښتونستان واټ نه تر شېشم باغ پورې د جلال اباد ښار په منځ ولاړل او خلکو ته يې د نيالګيو د کېنولو پيغامونه ورکړل. د دغه امريت مشر مطیع الله احمدزي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( درې نيم سوه نيالګي چې د بېلابېلو ډول لرونکي دي، هغه مو له ځوانانو امريت نه د باچا خان تر مقبرې او عیدګاه او ځينې نورو ځایونو کې به يې وکرو، د جلال اباد ښار کې مو پلي راوړل چې نورو خلکو ته او نورو ځوانانو ته وښييو چې نيالګي وکري او د ښار په چاپېریال ساتنه کې برخه واخلي.))

د ننګرهار د چاپېریال ساتنې رييس فضل الربي همیم د جلال اباد ښار په اوسېدونکو غږ وکړ چې د نیالګيو په کېنولو او ساتلو کې ونډه واخلي:

(( نه یوازې دا چې ښاروالي، د کرنې ریاست او یا د چاپېریال ساتنې رياست د دې ونو ساتنه وکړي، بلکې زموږ ځوانان او عام ولس هم د دې په ساتنه کې فعاله برخه واخلي. که په يوه پارک کې یا د يو چا د کور تر څنګ نیالګي کرل شوي، يوازې پارک ته نه بلکې دې ټولې سيمې ته يې ګټه رسېږي، ټول خلک باید داسې فکر وکړي چې ونه يوه عامه او ټولګټې شتنمني ده، په ګډه يې ساتنه وکړو.))

د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي چې سږکال به په ټول ننګرهار کې درې نیم ميلونه نیالګي کينول شي چې په دې دوه سوه اویا زره د کرنې رياست لخوا او پاتې يې له شخصي قوریه یا نرسريو څخه برابرې شوي چې په دې کې درې نيم سوه زره مېوه لرونکي، دوه ميلونه او اوه سوه زره په کې غير مېوه لرونکي او څه باندې څلور سوه زره په کې زینتي بوټي دي.

XS
SM
MD
LG