د لاسرسي ځای

تازه خبر

د (پاک - افغان ولسي تړون) ټولنې هلې ځلې


د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په خپرونه کې د (پاک – افغان ولسي تړون) په اړه د یوې ټولنې پر هڅو غږېدلي یو. په دې وروستیو کې دې ټولنې د افغانستان او پاکستان پښتون مېشته سیمو خلکو له یو بل سره تړلو په موخه کلتوري او فرهنګي غونډې پیل کړې دي.

په خپرونه کې راسره د پاکستان له خوا د ټولنې بنسټ ايښودونکی عالمزېب خان، سندرغاړی راشد خان او له افغانستانه ډاکتر اکبر جان فولاد مېلمانه دي.

دوی وايي، د ټولنې جوړولو موخه یې دا ده چې د دواړو هېوادونو ولسونه سره وتړي او تر منځ یې د باور تشې ورختمې کړي. د دوی په خبره، په خپلو غونډو کې مدني فعالان، لیکوالان او هنرمندان وربولي ځکه چې دوی د دواړو هېوادونو خلک په ډېره اسانه سره تړلی شي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د (پاک - افغان ولسي تړون) ټولنې هلې ځلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG