د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ولې "کتاب بازار" جوړ شو؟


خوست - که څه هم له پخوا راهیسې په خوست ښار کې واړه کتاب پلورنځي موجود ول، چې د څو کتابونو نمونې به يې د کتونکو لپاره په دوکانونو کې ځوړندې وې، خو داسې کتابتون چې د کتاب د مینه والو لپاره پکې د کتاب لیدلو، د کتاب د مطالعې او انتخاب ځای وي نه تر سترګو کېده.

یو شمېر کسانو د هر ډول کتابونو شتون او په ارامه فضا کې د کتاب لاسرسي اړتیا ته د کتاب بازار د جوړولو په یو بې ساري نوښت ځواب ووایه.

د خوست ښار په مرکزي برخه کې د یو نسبتاً لوی مارکېټ ښکتنی پوړ ټول کتاب بازار ته ځانګړی شو.

په دې ځای کې ټول کتابونه د موضوع پر اساس په جلا جلا برخو وېشل شوي دي.

په کتاب بازار کې د کتاب مینه والو ته د کتاب لیدلو، انتخاب او ان د مطالعې ارامه فضا برابره شوې ده.

د کتاب بازار د ژوندون کتاب پلورنځي مسوول رسول مشال راډيو ته وویل، پخوا په خوست کې یو داسې مجهز کتابتون چې د ټولو مینه والو، محصلانو او زده کوونکو اړتیاوې پوره کړي، نه وو، نو دوی د خپلو دوستانو په مشوره تصمیم ونیو، چې د کتابونو يو بازار ګوټی جوړ کړي.

د خوست کتاب بازار یو پلورنځی
د خوست کتاب بازار یو پلورنځی

د شېر ایوب قربان په نوم د غازي امان الله خان کتابتون مسوول وايي، چې په بازار کې د کتاب د مینه والو لپاره ښه پلورنځي جوړ کړل شوي دي.

((ډېری ښایسته کتابخانې جوړې شوې دي، همدارنګه [کتاب پلورنځی] دي، کولای شي خلک ورڅخه د خوښې وړ کتابونه ترلاسه کړي، پخوا هم په خوست کې کتابخانې وې، نو تیت پرک وې اوس الحمدالله دوی ته ډېر محفوظ ځای شته، کولای شي مطالعه وکړي او ښه کتابونه انتخاب کړي، دوی لپاره د کښېناستو ځای هم ټاکل شوی او بيې هم ډېرې مناسبې دي.))

د مولوي علاو الدین په نوم د فریدیه کتابخانې چلوونکی وايي، په کتاب بازار کې دا اسانتیا جوړه شوې ده، چې خلک په کتابتون کې ازادانه وګرځي او د خپلې خوښې کتابونه پیدا کړي.

د حفیظ الله احساس په نوم د انجینري پوهنځي یو تن محصل وايي، چې پخوا به د ښار په یوه او بل ځای کې د اړتیا وړ کتاب پسې لالهانده وو، خو اوس په کتاب بازار کې د دوی اړتیا تکمیلېږي.

لیکوال او کره کتونکی سپین روان نورزی وايي، چې د کتابونو لیدل، د هغې د محتواء لوستل او وروسته يې انتخاب ډېر غوره وي، چې دا اسانتیا اصلاً پخوا د خوست په پخوانیو کتاب پلورنځيو کې نه وه موجوده.

نورزي د کتابتونونو له مسوولینو او چلوونکو غوښتنه وکړه، چې که په لږ تعداد هم وي، خو د کتاب د مینه والو لپاره دې علمي او مالوماتي کتابونه ډېر کړي.

((پخوا به کتابونه په الماریو کې ايښودل شوي ول، یوازې نمونې به يې د دوکانو تر مخې اوایزان وې، نو اوس د کتاب بازار په جوړیدو سره دا یو ښه پرمختګ او نووښت دی، د کتابتونونو له چلونکو مو هیله داده چې په هر برخه کې علمي او مالوماتي کتابونه د مینه والو لپاره اماده کړي.))

په خوست کې له شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې، د ګوتو په شمېر د کتابونو دوکانونه ول خو اوس پکې پوره بازار جوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG