د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت د زده کوونکې ثاقبې ځانوژنه څېړي


د بلوچستان اسمبلۍ وداني
د بلوچستان اسمبلۍ وداني

د بلوچستان حکومت د ثاقبې د وژنې پېښې پلتنو لپاره یوه درې کسیزه کمېټه جوړه کړې خو د کورنۍ غړي یې بیا د عدالتي کمیشن جوړولو غوښتنه کوي

د مسلم باغ سیمې د اوولس کلنې ثاقبې تر ځان وژنې وروسته د بلوچستان حکومت د مسلم باغ د نجونو د کالج مشره عابده غوث معطله کړې او هغه کمېټۍ چې ددې پېښې د پلټنې لپاره جوړه شوې، د سې شنبې په ورځ مسلم باغ سیمې ته رسېدلې ده. خو د ثاقبې ورور اعزازالله وايي، ددوی کورنۍ پر دې کمېټۍ باور نه لري او عدالتي کمېسيون دي جوaړ کړل شي.

د دولسم جماعت لوستونکې اوولس کلنې ثاقبې د تېري جمعې په ورځ هغه وخت خپل ځان وواژه، چې ددې د کورنۍ په خبره د هغې د دولسم جماعت د امتحاني داخلې فارمونه قبول نه شوو. د ياد کالج چارواکي وايي، د دې فارمونه يې ځکه قبول نه کړل، چې د ثاقبې او نورو ټولګیوالو حاضريانې يې پوره نه وې. خو د ثاقبې يوه ملګرې نازنين درانۍ بیا دا تورونه ردوي او وايي، ځکه يې ثاقبې ته داخله ورنه کړه، چې همدې د دې احتجاج کوونکو نجونو مشري کوله.

نازننين درانۍ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، تردې احتجاج وروسته کله چې د کالج مشرې دوی له کالج څخه و ایستل، نو بیا د ثاقبې ټوله کورنۍ د کالج مشرې او نورو چارواکو ته مرکه ورغلل او خواست يې ورڅخه وکړ، چې هغې ته دي بېرته داخله ورکړل شي، خو ددې په خبره هغوی بیا هم ونه بخښله او داخله يې ونه لېږله.

نازنين زیاتوي، د ثاقبې ملګرې او کورنۍ يې همدا درې کسیزه حکومتي کمېټۍ نه مني او د بلوچستان صوبې له چیف جسټس څخه خواست کوي، چې دوی ته دي انصاف ورکړل شي.

د ثاقبې کورنۍ د مسلم باغ د نجونو کالج پر پخوانۍ مشرې عابده غوث او نورو چارواکو تور پورې کوي، چې دوی ځکه د ثاقبې او نورو لوستونکو نجونو د داخلې فارمان قبول نه کړل، چې د ثاقبې په شمول ځينو نورو نجونو شپږ مياشتې وړاندې د کالج د انتظاميې پر ضد احتجاج کړی وو او غوښتنه يې کوله، چې دوی ته دي سم ښوونکي ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG