د لاسرسي ځای

تازه خبر

 په خوست کې د وسله والو یو ګروپ او د مهماتو یوه زیرمه نیول شوې


د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې امنیتي ځواکونه په ګډه په دریو بیلابیلو عملیاتو کې د وسلوالو یو شپږ کسیز ګروپ نیولی او همدارنګه دوه نور کسان يې د اختطاف او سړي تښتونې په تور نیولي دي.

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې امنیتي ځواکونه په ګډه په دریو بیلابیلو عملیاتو کې د وسلوالو یو شپږ کسیز ګروپ نیولی او همدارنګه دوه نور کسان يې د اختطاف او سړي تښتونې په تور نیولي دي.

د چارواکیو په وینا په نیول شویو وسله والو کې د دوی دوه قوماندانان هم شامل دي.

د سې شنبې پر ورځ سهار مهال خوست والي حکم خان حبیبي مشال راډیو ته وویل، چې د وسله والو د شپږ کسیز ګروپ سره یو ځای د صبریو په سیمه کې د وسلوالو د درنو وسلو د مهماتو یوه لویه ډيپو هم نیول شوې ده.

خوست والي زیاته کړه، چې دوه کسه اختطافچیان یا سړي تښتونکي دي، چې له یو عراده ګاډي سره یو ځای نیول شوي، خو دا څلور وسلوال د مهماتو د زیرمې ساتونکي ول چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شول.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه:

خوست والي د نیول شویو مهماتو نوعیت او ډول داسې وړاندې کړ:((په دریو مختلفو عملیاتو کې د وسله والو مخالفو ګروپونو اته نفره نیول شوي، چې پدې کې دوه نفره اختطافچیان دي، یو عراده موټر هم ورسره نیول شوی ده، دوه نفره د وسلوالو ګروپونو قوماندانان دي، چې د هغوی سره هم مخابرې، سلاح او یو لړ نور مهمات نیول شوي د ي او څلور نفره نور د همدغه ګروپونو عضاء او غړي دي، چې هغوی د یو لړ زیاتو عملیاتو سره د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.))

((په نیول شویو مهماتو کې ۸۴ صندوقه د پیکا، دهشکې او زیکو یک مرمۍ، ۵۴ فیره د BM-12 د مزایل ګولی دي، ۲۰ فیره د بې پس لګد توغند مرمۍ دي او ۵۱ عده سرګولې د مزایلو دي.))

خوست والي د افغان امنیتي ځواکونو د دې پوځي فعالیت ستاینه وکړه او تر څنګ یې یو ځل بیا پر وسلوالو مخالفینو غږ وکړ، چې وسلې پر ځمکه پریږدي او د افغانستان د جوړولو لپاره د نظام تر څنګ ودریږي.

د خوست ولایتي شورا رئیس عبدالولي واحدزی وايي، چې د امنیتي ځواکونو دا ډول فعالیتونه د افغان ځواکونو د پیاوړتیا څرګندونه کوي:

((طبعاً هر تصفیوي عملیات چې په هر ځای کې اجراء کیږي، هغه خپل تاثیرات لري او دښمن ته دا په ډاګه کوي، چې زموږ امنیتي قواوې کاملاً اماده دي او د دوی د دې وړتیا لري، چې په هره ساحه او هره نقطه کې د خپلو خلکو دفاع وکړي.))

خوست چې د شمالي وزیرستان او د کرمې ایجنسۍ له یو شمېر سیمو سره پر پوله پروت دی، ډیری سیمې يې غریزې دي، چې وسلوال ورته تګ او راتګ کوي، خو په ټوله کې خوست د افغانستان له نسبتاً ارامو سرحدي ولایتونو څخه حسابیږي.

XS
SM
MD
LG