د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په افغانستان کې داعش ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتي”


افغان ولسمشر وايي، د افغانستان په ختیځ کې داعش ډلې ته په دې ورستیو کې درانه مرګ ژوبله اوښتي او دا مهال یې غړي په تېښته کې دي.

افغان ولسمشر وايي، د افغانستان په ختیځ کې داعش ډلې ته په دې ورستیو کې درانه مرګ ژوبله اوښتي او دا مهال یې غړي په تېښته کې دي.

ولسمشر غني چې د جرمني په میونیخ ښار کې یې په امنیتي کنفرانس کې وینا کوله، د داعش پرضد د خپل حکومت وروستۍ لاس ته راوړنې یادې کړې:

"په تېره میاشت کې موږ د افغانستان په یوې لرې غرنۍ سیمه کې د داعش د راډیو په له منځه وړلو د دې ډلې غږ خاموشه کړ، دوی په تېښته دي، ۱۵۰ کسان یې له لاسه ورکړي خو تر دې ټولو ډېره هیله بخښونکې دا ده چې۷۵۰ د افغان پوځ تقاعد شوې افسران او کمانډویان په یوه ورځ د داعش پر ضد د مبارزې لپاره راجستر شوي."

افغان چارواکي وايي، د داعش پر راډیو برید کې یې د دې راډیو اته کارکونکي هم وژلي دي، دا برید د فیبروري په لومړۍ نېټه شوی.

داعش په افغانستان کې نوې وسله واله ډله ده.

امریکايي چارواکي اټکل کوي چې دا ډله د افغانستان په ختیځ کې له ۱۰۰۰ تنو څخه تر۳ زرو پورې پلویان لري او غواړي په ننګرهار کې د ځان لپاره عملیاتي اډه جوړه کړي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو یوه ویاند هم ویلي چې خپل هوايي عملیات یې په افغانستان کې د داعش پر خلاف پراخ کړي.

XS
SM
MD
LG