د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د هندوانو ودونه قانوني کېږي


په پاکستان کې د هندواو تر ټولو لویه مسله د دوی د جینکو په زوره د ودوولو او د مذهب بدلولو ده، چې له دغه قانون سره به یې مخنیوی وشي

په پاکستان کې د مېشتوهندوانو د ودونو،طلاق او وراثت په اړه بل د قامي اسمبلۍ د قانون او انصاف سټینډنګ کمیټۍ منظور کړ، او اوس به د بحث لپاره قامي اسمبلۍ ته وړاندې کېږي.

د دغه بل مسودې له مخې د ۱۸ کالو کم هلک او یا جینۍ نشي ودېدلی، او یو هندو واده به اوس په نادرا کې رجسټرېږي، او هندواڼۍ ښځې به خپل قامي شناختې کارډ کې هم د خپل خاوند نوم لیکلی شي، او دا شان د دوی بچي به رجسټرېږي. چې له دې سره به دوی ته په پاسپورت او شناختې کارډونو کې اسانتیا هم وي.

د قامي اسمبلۍ یو پخوانی غړی اریش کمار وایي د دغه بل منظورېدل به د دوی ګڼې مسلې هوارې کړي.

دغه بل که چېرې منظور شي، نو دا به په ټول پاکستان کې عملې وي، د مسلم لیګ ن ګوند د هندو ټولنې د قامي اسمبلۍ غړی رامیش کمار وایي، د پاکستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د هندوانو د ودونو، وراثت او د نورو مسلو په اړه دغه بل اسمبلۍ ته وړاندې کیږي.

(له دې سره به ډېر اثر پرېوځي، زه ګڼم چې د پاکستان په ۶۶ کاله تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د دوی په اړه یو بل اسمبلۍ ته وړاندې کېږي، له دې سره به د هندوانو د ودونو جایز ګرځولو کار تر سره شي، د دوی ودونه به د هندو درم مطابق کېږي، ودونه به یې رجسټرډ وي، او په شناختې کارډ، پاسپورټ او نورو کاغذونو کې به څه مثلې نه وي، په راروانو ۱۵ ورځو کې دا ممکنه ده له اسمبلۍ نه هم منظور شي.))

د پاکستان مېشتو هندوانو تنظیم، پاکستان هندو کونسل د شمېرې ترمخه په ټول هېواد کې ۷۰ لاکه هندوان اوسېږي، چې زیاتره په سند صوبه کې میشت دي.

د دغه ادارې یو چارواکی سنیل کمار وایي په سند صوبه کې د دوی تر ټولو لویه مسله د هندوانو جینکو په زوره د ودوولو او د مذهب بدلولو ده، چې له دغه قانون سره به یې مخنیوی وشي:

(د څه نا څه ۶۸ کالو راهیسې دا کوښښ روان وو چې د دوی د ودونو په اړه دغه بل منظور شي، اوس به نه یوازې زموږ ودونه رجسټرډېږي، بلکې د طلاق په اړه به زموږ د ټولنې مسلې هم هوارې شي، چونکې زموږ د ودونو په اړه څه قانون نه وو، نو په زوره زموږ جینکۍ له واده وروستو بل مذهب ته اړول کیدلې، کومه جینۍ چې به هم ۱۲ یا ۱۳ کلنه وه، او نابالغه وه، د هغې واده به په زوره کېدو، اکثره مسلمانانو به دغه تښتولې او په زوره به یې مذهب بدلول کېده، له دوی به یې مسلمانانې جوړولې، چې واده به یې وکړ، نو بس مذهب به یې هم بدلېدو، له دې سره به د یوې کم عمرې جینۍ واده نه کېږي، او دا شان مذهب به یې هم چې هغه د اتلسو کالو نه وي، نه بدلول کېږي.))

که څه پاکستان کې میشت هندو ټولنه د دغه بل هرکلی کوي خو سنیل کمار وایي اوس هم په دغه بل کې ځینې خبرې داسې دي چې د دوی د غوښتنو باوجود د دغه بل د مسودې نه لېرې نه کړل شوې:

(( د دې بلد یو شق خلاف موږ خپل غږ پورته کړی دی، موږ د دغه شق د لېرې کولو لپاره ولسمشر، وزیراعظم او پارلیمان ته خواست هم کړی، د دغه شق تر مخه که یوه هندو جینی یا هلک چې واده یې کړی وي،نو که چېرې له یو مسلمان سره بل واده وکړي، او یا په زوره واده شي،نو لومړنی واده به یې مات شي، موږ غواړو دغه خبره له دې بل څخه لېرې شي. باقي د دغه بل نورې خبرې سمې دي. ))

تر دې وړاندې د پاکستان قامي اسمبلې کې د هندو لږکیو استازیو په سیند صوبه کې د هندو جینکو د تښتولو او پر هغوی د دین بدلولو لپاره د فشار راوستنې په پېښو احتجاج کړی وو او له حکومته یې غوښتنه کړې وه چې د دې ستونزې د حل لپاره دې قانون سازي وکړي.

XS
SM
MD
LG