د لاسرسي ځای

تازه خبر

د PIA الوتکو ځینې الوتنې پیل شوې


د پاکستان سرکاري هوايي کرښې الوتکه
د پاکستان سرکاري هوايي کرښې الوتکه

د پاکستان سرکاري هوايي کرښې PIA کارکونکیو خپل احتجاج په جزوي ډول ختم کړی دی. د نوموړې ادارې کارکونکیو که څه هم د جنورۍ له شلمې د احتجاج لړۍ پیل کړې وه، خو له تېرو پنځو ورځو راهیسې یې د نوموړې هوايي کرښې ټولې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې ځنډولې وې.

د فبرورۍ د دوهمې نیټې راهیسې، نوموړې هوايي کرښې خپل کورني او بهرني پروازونه ودرولي وو او ملازمینو یې د کراچۍ په ګډون د پاکستان په ځینو ښارونو کې مظاهرې هم کولې.

کراچۍ کې د پي ايي ای د کارکونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ اخ و ډب
کراچۍ کې د پي ايي ای د کارکونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ اخ و ډب

د PIA ویاند دانیال ګیلاني د فبرورۍ په اومه مشال راډیو ته وویل چې د خالي په شپه د دوی دوه الوتکې د سعودي عرب جدې ښار ته والوتلې. نوموړی وايي ددغو دوو الوتکو له لارې به ۷۰۰ عمره کونکي بېرته هیواد ته ستنولی شي. دانیال ګیلاني وايي دوی د ګلګت لپاره هم پروازونه بحاله کړي دي.

بل پلو د PIA د ملازمینو د ایکشن کمیټۍ ویاند نصرالله اپریدی وايي د پاکستان سرکاري هوايي کرښه د ورځې ۱۴۰ الوتنې لري، چې له منځه یې یوازې د فشار په نتیجه کې دوه یا درې پروازونه بحاله شوي دي. نوموړی وايي د خپلو ورکو ملګرو د لټون لپاره به مظاهرو ته دوام ورکوي.

د پاکستان سرکاري هوايي کرښې ملازمینو له هغې وروسته خپل عملیات بند کړي او مظاهرې پیل کړې وې چې حکومت د PIA د شخصي کولو په اړه یو بل په اسمبلۍ کې وړاندې کړ. د نوموړې هوايي کرښې ملازمین وايي حکومت دې له دې کاره لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG